ليکوال: يوسف القرضاوي
ژباړه: احسان تکل
فقهاؤ رحمهم الله د خلکو عامه بلوی په يو شرعي حکم کې تخفيف راوستونکې ګڼلې، ځکه چې په يوه ستونزه کې د خکلو عمومي اخته کېدل (تر دې چې زياتره خواص هم پکې راشي) ددې دليل دی، چې اصلاً هغه شي ته د خلکو اړتيا ده. حال دا چې شريعت هم د خلکو اړتياوې اټکلوي او فقهاء وايي چې اړتيا په ضرورت کې حسابيږي.
زه غواړم دلته وضاحت وکړم چې بېشکه عامه بلوی په يو شرعي حکم کې اساني راوستونکې ده، خو هلته چې په هغه حکم کې په قطعي توګه حرمت نه وي. هغه څه چې قاطع حرام وي، خصوصاً کوم چې په سترو ګناهونو او ناوړه چارو کې داخل وي، هغو کې بيا نرمي کول نه دي په کار او نه هلته د فتوا بدلېدو څه امکان شته. ځکه بيا به يې بدلون د حرامو د جواز او منکراتو د اسانۍ لپاره وي چې هيڅکله د منلو نه ده، بلکې لازمه ده چې ټول خلک پاکو او حلالو ته هوډمن، له حرامو، منکراتو او له نارواؤ کرکجن پاتې وي، که څه هم ډېری وګړي يادو ناوړه چارو کې اخته وي.
نو خبره دا ده چې پر دغه قاعده يوازې هغه مهال عمل کېدای شي چې په حکم کې يې د مذاهبو ترمنځ اختلاف وي او له کومې باوري اجماع څخه برخمن نه وي، لکه سندرې او سورڼي، شطرنج لوبه، پرته له کبره جامې اوږدول، ږيره خريل او داسې نور هغه څه چې د مذاهبو پکې اختلاف دی او د جواز او حرمت په اړه يې د علماؤ تر منځ ډېرې مختلفي ويناوې راغلې دي.
دا اختلاف د هغو احاديثو د ثبوت له امله دی، چې څوک يې صحت مني او څوک يې بيا ردوي، يا يې په دلالت کې سره مختلف وي، يا د هغه په استنباط کې چې ښکاره نص پکې نه وي او پر قياس يې تکيه وي يا پر استحسان، مصلحت، عرف، د کوم صحابي وينا يا له دې پرته څه نور اعتبارات کوم چې ناندرۍ، منل او نه منل پکې ممکن او ځايېدای شي، لکه دا لاندې څو مثالونه:
*سر لوڅول او لارو کې خوراک کول:*
په دې کې موږ وينو چې ځينې فقهاء د عامه بلوی له امله پکې نرمي کوي، مثلاً ځينې د لوڅ سري شاهدي نه مني، خو اندلس کې یې ځکه منله چې زياتره خلک همداسې لوڅ سر ګرځېدل او ښايي لا هماغه مهال له هسپانويانو اغېزمن شوي ول. په دې توګه يوازې لوڅ سر د يو شاهد عدالت او شخصيت نه شو عيبجن کولای.
*ږيره خريل، پرون او نن:*
د ږيرې خريلو موضوع کې هم ځينو علماؤ ډېر شدت کړی، چا ویلي واجب ده او خريل يې حرام او چا ويلي سنت ده او خريل يې مکروه. خو زموږ په زمانه کې اړتيا ده چې نرمي وکړو، ځکه ځينې داسې اسلامي هېوادونه هم شته چې ګورو يې له يوې مخې يې ټولو وګړو ږيرې خريلې، نو د هغوی ګردو پر وړاندې به زموږ دريځ څه وي؟ ايا ممکنه ده چې ټول د شاهدۍ وړ ونه ولو، کله چې هر ږير خريلی رد کړو، بيا به نو محکمو کې د شاهدي لپاره څوک پيدا کړو؟ ځکه خو په دې زمانه کې له نرمي کولو پرته بله چاره نشته.
*د ټي وي عموميت:*
همدارنګه دا وخت په کورونو او بل هر ځای کې د ټي وي د عموميت موضوع ده، چې ځينې علماء پر هغو خلکو بد وايي څوک چې يې ګوري. بلکې حرام يې ګڼي، ځکه وايي پر تصوير بنا او تصوير ټول حرام دی. خو زه وايم ايا دا معقوله ده يو داسې څوک ومومو چې ټلويزيون يې نه وي کتلی او هلته يې د نړۍ او مسلمانانو څه خبرونه پکې نه وي څارلي؟ هو، دا سمه ده چې هغه کې نا مناسبه سندرې، ناروا تصويرونه او نور څه هم شته. دا هم د هغو چارو له جملې ده چې ټول پکې اخته دي خو بيا هم يو پابند مسلمان کولی شي خير يې واخلي او له شره يې ځان وساتي.
*د ژوند مختلفو برخو کې د ښځو بوختيا:*
د عامه بلوی له جملې يو هم د ژوند په زياترو څانګو کې د ښځو کار دی، خصوصاً کله چې ښځې د تعليماو لوړو پوهنتوني زده کړو په ټولو ډګرونو کې له نارينه ؤ سره برابرې شوي او ځينې يې ډاکټرانې، انجينرانې، محاسبينې، مديرانې، اقتصاد پوهانې، معلمانې، ساينس پوهانې او نورو ډېرو څانګو کې استاذانې شوې او ډېرې يې مختلفو برخو کې تر نارينه ؤ لا مخکښې شوي.
همدغه واقعيت له ټولو مفتيانو، خصوصاً شدت کوونکو، نه غوښتنه کوي چې د شدت او تنګ نظرۍ له فکره تېر او د شرعي ضوابطو له مراعات سره په هغو چارو کې د ښځو د کار هرکلی وکړي، چې زده يې وي او تخصص پکې لري. په ځانګړې توګه هغه کارونه، چې طبيعت سره يې ښه سمون لري او يا داسې کارونه وي، چې د خپل جنس (مېرمنو) خدمت پکې وي. دا روا نه ده، چې د فتنې خطر دومره غالب وګڼل شي چې بيا يې د خپل کور په دېوالونو کې پر زنداني کولو حکم وشي.
حال دا چې هغه کولی شي، چې ښوونکې، ډاکټره يا نرسه جوړه شي او د ژوند مختلفو څانګو کې په ښه وړتيا او امانتدارۍ سره يوه تشه ډکه او کله کله ان له نارينه ؤ هم وړاندې شي.
بل لور ته دا هم واقعيت دی چې زياتره وخت د ښځو کار خپله د هغوی د اړتيا پر اساس وي، مثلاً نه څوک لګښت ورکونکی لري او نه د روزګار کوم بل درک يا يې کورنۍ د هغې ګټې وټې ته محتاجه وي لکه چې قرآن مجيد موږ ته د هغو دوو پېغلو کيسه بيانوي، کومې چې موسي عليه السلام يې څارويو ته اوبه ورکړې:
ترجمه: (موسي عليه السلام ورته وويل: تاسې څه کوئ. ويلې موږ تر هغه اوبه نه ورکوو څو چې نور شپانه بيرته نه وي ګرځېدلي او پلار مو زوړ /مشر سړی دی). سورة القصص، ۲۳ آية
دغه شان کله بيا ټولنه هم د ښځو کار ته اړتيا لري، مثلا داسې کار وي چې ښځې يې بايد ترسره کړي، نه سړي، لکه د جينکيو درس، د ښځو لپاره ډاکټري او روغتيا پالنه.
ځينو سيمو کې د ژوند شرایط او د وسايلو کمی هم غوښتنه کوي چې مېړه او مېرمن دواړه کار وکړي، څو لږ تر لږه په ټيټه کچه د اوسني ژوند اړتياوې پوره کړی شي.
نو په دې اساس مناسبه نه ده چې تل پر هغه مقوله ټينګار وکړی شي چې وايي: (ښځه يا د کور يا د ګور او هماغه يې باچايي ده) ځکه د ژوند اړتيا او ګڼې غوښتنې پر ښځو هم دا لازموي چې له کوره ووځي او د خپلې کورنۍ لپاره ستړيا وګالي.
د ږيرې په هکله زموږ د حلال او حرام کتاب (۸۵) مخ او د دې فتوا د تفصيل لپاره زموږ د کتاب (الفتاوی المعاصرة، لومړی ټوک ۶۹۴-۶۹۷ مخونه وګورئ

















