کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د اسلامي امارت په مشرۍ افغان سرپرست حکومت هغه پنځه برېتانوي وګړي خوشې کړي چې نیږدې شپږ میاشتې وړاندې یې نیولې و.
د افغان حکومت ویاند او د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیال وزیر “ذبیح الله مجاهد” پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: څو تنه بریتانوي وګړي چې له نن څخه شاوخوا شپږ میاشتي وړاندي د هیواد د نافذه قوانینو او د افغانستان د خلکو د عنعناتو خلاف کړنو باندي اخته و نیول شوي وو.
د بریتانیا سره د اسلامي امارت د پرلپسې ناستو اومجالسو وروسته د یو تفاهم پر اساس تیره ورځ یاد کسان خوشي او خپل هیواد ته وسپارل شول.
د مجاهد په خبره خوشې شویو کسانو ژمنه کړي چې د افغانستان نافذه قوانینو، د خلکو عنعناتو او کلتور ته به متعهد پاتي کیږي او بیا ځلي به یې نه نقض کوي.
افغانستان اوس د ټولو لپاره امن ده، هرڅوک کولای شي تر څو د خیریه کارونو او سیاحت لپاره په ډاډه زړه افغانستان ته راشي. https://twitter.com/Zabehulah_M33/status/1538884447843622917?t=UlgwZCuWjQA1JaJTVTSuDA&s=19
په ورته مهال د برېتانيا حکومت ويلي، چې پنځه تنه اتباع يې په افغانستان کې له توقيفه ازاد شوي دي.
د برېتانيا د بهرنيو چارو، ټولګټو او پراختيا ادارې وياند ويلي: (( دوی د افغانستان اسلامي امارت له خوا د دغو کسانو د خوشې کېدو هرکلی او مننه کوي.))د دغې ادارې له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې توقيف شويو کسانو د برېتانيا حکومت کې دنده نه درلوده او د برېتانيا د سفر د سپارښتنو له پاملرنې پرته يې افغانستان ته سفر کړی دی.
د برېتانيا حکومت ويلي، که دغو اتباعو يې د افغانستان کوم دود دستور يا قانون مات کړی وي، دوی يې په تړاو بښنه غواړي.
















