داواکرایین جګړه؛ روسان د سيوردونيڅک مهم ښار بشپړ کنټرول ته نژدې شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)

له اوکرایین ورکړل شوي راپورونه وایي، چې روسي ځواکونه د “سيوردونيڅک” د مهم ښار بشپړ کنټرول ته نژدې شوي دي.

د اوکرایین جګړه؛‌ “نژدې ده چې مهم سیوردونیڅک ښار به د روسانو لاس ته ولوېږي”

د اوکرایین ختیځ لوهانسک چارواکي وايي، روسي ځواکونه سټراټیژیک سیوردونیڅک ښار ته نژدې شوي او د سقوط‌ وېره یې ډېره ده او اوکراییني ځواکونه یوازې یوه کارخونه په واک کې لري.

په وروستیو اونیو کې صنعتي “سیوردونیڅک” ښار د روسیې د بریدونو اصلي هدف و او هلته سختې خونړۍ نښتې هم وشوې.

لوهانسک کې یوه فوځي قومندان “سرهي هېدايي” رسنیو ته ویلي، چې اوکرايیني ځواکونه د “ازوت” په کیمیاوي کارخونه کې ځای پرځای شوي، هغه ځای چې سلګونه ولسي وګړو هم پکې پنا اخیستې ده.

باید وویل شي چې د “سیوردونیڅک” ښار په سقوط‌ سره به د ختیځ لوهانسک ایالت ټولې سیمې د روسانو لاس ته ولوېږي.

په دې نښته کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې د روسیې حکومت خبرداری ورکړی چې امریکايي داوطلبان د جګړې پرمهال نیول شوي او دوی به د جنګي بندیانو په څېر چلن ورسره ونه کړي بلکې “لاسپوڅي” به وګڼل شي.

د اوکرایین د جګړې له پیلېدو راهیسې، د بېلابېلو هېوادونو په نامالوم شمېر وګړي د روسي یرغل پر وړاندې د اوکراییني ځواکونو ملاتړ ته ورغلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button