اسلامي امارت پر بهرنیو اسعارو د ځمکو او وسایطو په ګروي او پلور باندې بندیز ولګاوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت په بهرنیو اسعارو د ځمکو، کورونو، دوکانونو، اپارتمانونو، وسایطو او وسائلو کرایه، ګروي او پلور باندې بندیز لګولی دی.
یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی دی چې د دې پرېکړې د تطبیق دوامداره څارنه کوي او سرغړونکو سره به یې سخت چلند کېږي.
د دغه وزارت په خبره، دا پرېکړه یې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره کړې ده او هر هغه څوک چې له دې پرېکړې سرغړونه کوي سخت قانوني چلند به ورسره وشي.
باید وویل شي چې تر اوسه پورې د ځمکو، کورونو، دوکانونو، اپارتمانونو، وسایطو او وسائلو کرایه، ګروي او پلور ټول په ډالرو باندې کېدل. د کتوونکو په باور د اسلامي امارت وروستی پریکړه د افغانیو د ارزښت په ساتلو کې مهم رول لوبولی شي.



