لوټمار چارواكي او لوټلی ولس يې !!

دوهمه برخه
جبريل سعد
د حمدالله محب د لومړۍ خبرې(كه طالبان ارگ ته ننوزي؛ زموږ پرسينو…)موخه يواځي ځواكونو ته مورال وركول او تېر ايستلي چارواكي يې پر خپل هوډ ټينگول و او بيا يې اداري فساد د رژيم د سقوط لامل ښودلو موخه بيا هم د فساد له دغه تور څخه ځان سپين ښودل و، خو وروسته چې يې د افغان ولس د خولې له لوټ كړې گولې د گټې اخيستنې وخت را نږدې شو؛ بښنه يې وغوښته ترڅو ترې په وچه سپين سترگۍ يې د ښكاره استفادې پر وړاندې احتمالي پارېدونكي حساسيتونه وار له مخه تر يو بريده ساړه كړي وي، د دې بښنې غوښتلو يې يوه نادره مانا راځي: ما چې ويل طالبان به ارگ ته زموږ پر سينو تېرېږي؛ هسې غورې مې كولې، زه يواځي د اداري فساد برخه وم، يو سترلامل يې نه وم، ياد فساد بيا د رژيم د سقوط لامل و، رژيم بيا په دې ډول د ولس د خولې مړۍ لوټ كړې څرنگه چې ماته ترې برخه رسېدلې، خو ولس چې مې تر اوسه پر هرڅه غولېده؛ اوس دې هم له خولې د لوټ شوې مړۍ هغه اندازه را پرېږدي چې په برخه مې رسېدلې او له دې سره سم يې په امريكا كې د خواښې پر نوم پېرلي د ميليونونو ډالرو په ارزښت استوگنځي او د مېرمنې په نوم يو بل استوگنځي له پېرلو هم پرده پورته شوه.
په دې توگه نوموړي لوټمار د وخت د شاهدۍ پر وړاندې دغه لړۍ را لنډه او پرې لنډ ضمني اعتراف يې كړی چې د اړيكو او ارتباط كمېسيون له لارې د اشخاصو راستنېدنې چټكې لړۍ يو ستر لامل همدا پر لوټمارو د وخت شاهدۍ دې، نه يې څوك پر خوله لاس نيولای شي، نه يې دروغجنه گڼلای شي او نه يې هم د نه منلو كومه توجيه وړاندې كولای شي، بلكې لا ښايي ډېر غولېدلي د همداسي كره درك او پرې د يوې رښتونې شاهدۍ په لټه كې و چې درك كړي تېر شل كاله جگړه كې د چا او د كومو موخو لپاره كارېدلې، قرباني شوي، ځورېدلي، په پای كې يې ترهېدلي، بې اسرې پرېښودل شوي، له هېواده تېښتې ته اړ شوي او په كفري هېوادونو كې بې سرپناه پنا اخيستلو سره د كړاوونو يوې وېرونېكې د كفري ځناورو ځنگلي جزېرې ته ور ټېلوهل شوي دي؟ ! ترڅو موخې او د څښتنانو ځای يې، خپل موقعيت او ترمنځ يې پېچلې پرتله ورته مالومه او له دې كړاوونو ځان وايستلای شي چې اوس ښه پوهېدلي: لوټمارو د تيښتې زمينې برابرولو، په تېښته كې ترې گڼې گوڼې او هی هو جوړولو او پكې خپلې لوټنې او لوټلي ډالر پټ ايستلو لپاره كار اخيستی ترڅو په دغو لوټنو كې ولس ته له ځان پرته ياهم له ځان سره نور هم ښكېل ور وپېژني او ټول په ټوله يواځي پر دوی تاوان نشي چې له هغه وروسته لوټمار پر خپله مخه لاړل او غولېدلي يې په داسي حال كې پرېښودل چې د لوټمارو په څېر بهرنی ملاتړ، تابعيت او بهرنۍ شتمنۍ خو لا څه كوې آن د څو شپو سرپناه او لگښت يې لا نه درلودل.
له نېكې مرغې اوس د ارتباط كمېسيون پر منځگړتيا د اسلامي امارت خواخوږۍ هم ور ملې شوې، اسلامي امارت لكه چې لا له مخكي يې عمومي عفوې اعلان كړې، ورسره يې ټولو ته ډاډ ور كړ چې ژوند او هرڅه به يې خوندي او امن وي او ورپسې له مشره تر كشره په مثالي ډول ورته ژمن هم پاتې شو(چې مسلميار يې له امله خوښي ښيي، ځان نېكمرغه گڼي، په ژوند كې د وياړ احساس كوي او اسلامي امارت خپل نظام گڼي)، بيا هم چې څوك تېروتل يا يې هم ځان تېر ايسته؛ نه يې د اسلامي امارت دريځ تغير كړ، نه هم امارت له خپلو اړوندو بېلابېلو هلوځلو څخه نه هيلي شو او د وروستي گام په توگه يې بهرته تلليو افغان شخصيتونو سره د ارتباط او اړيكې جوړولو كمېسيون را منځته كړ چې تر وياند پوري ټول غړي يې په كوردننه او بهر د مظلوم كړېدلي ولس او په بهر كې يادو شخصيتونو په درد دردېدلې څېرې دي او بيا هم كه تر دې گټوره او اغېزمنه لاره او چاره ترسترگو كېږي؛ اسلامي امارت به يې په كار اچوي او هيڅ كله به پرېنږدي لوټمارو غولولي، ترهولي او له خپل كور هېواد څخه وتلي هېوادوال مو له كړاوه ډك ژوند كې بې اسرې پاتې شي.
د اسلامي امارت له مكررو شرعي عفوو، بيا بيا ډاډ، هغو ته بشپړې ژمنتيا او دومره زياتو او نه ستړي كېدونكو هڅو وروسته هيڅ رښتوني، هېواد او ولس ته ژمن او مسلمان افغان ته هېودا ته د نه راستنېدو پر تړاو د څه ويلو، دليل او توجېه ځای او حق نه پاتې كېږي، بياهم كه څوك په دې اړه كومه پوښتنه او اندېښنه لري اسلامي امارت او د ارتباط كمېسيون يې ورته ځواب لري، خو له هېواده د تېښتې پر موقف درېدل او يا دا ډول موقف خپلول يواځي د زيان په مانا دي او بس. حمدالله محب او ورته لوټمار كه را ستانه نشي؛ خو فكر به كوي چې دلته يې شل كاله د پردېسۍ ژوند وكړ، په همدې لوټنو يې گټلې، د ولس د خولې گوله يې تښتولې، په بهر كې يې پرې بانكي حسابونه جوړول، د لوړې ډالري بيې ودانۍ او شركتونه يې پرې اخيستل او چې دا يې وكړل؛ پر افغانانو د يو داسي مهال راتلو په تلوسه و چې اوس هغوی پكې قرار لري ترڅو دوی ترې په استفاده بېرته بهرته لاړ شي، دلته گټلې هلته وڅټي او ترې گټه پورته كړي، خو له دوی پرته نور افغانان په بهر كې له كړاو، نا امنۍ، بېوزلۍ، دربدرۍ او ناخوالو پرته هيڅ نشي ترلاسه كولای او دا حقيقت دوی د خپل هغه حال په شاهدۍ كوم چې په بهر كې ورسره مخ دي او يا يې نږدې خپلوان او دوستان ورسره مخ شوي؛ له بشپړ باور سره درك كولای شي او له دې درك وروسته پر دغه حقيقت هيڅ غبار نه پاتې كېږي. وروستۍ برخه بيا…

مربوطه مطالب

Back to top button