کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې کابل کې د علماءکرامو، پوهانو او قومي مخورو د غونډې په لومړۍ ورځ ډیرو ویناوالو د نجونو د ښونځیو پر بیا پرانیستلو ټینګار کړی دی.
که څه هم د غونډې لومړۍ ورځ د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه او یوازې د ملي تلویزیون له لارې یې بهیر په غږیزه بڼه نشریدلو؛ خو کابل ټکی کام ویب سایټ ته له غونډې ځینو سرچینو ویلي، چې ډیرو ګډونوالو یې په لیکلې بڼه د غونډې “جرګې” مشرتابه ته د نجونو د تړلو ښونځیو د بیا پرانېستلو په موخه وړاندیزونه سپارلي دي، چې سبا جمعه د چونګاښ په ۱۰ مه نېټه د غونډې په دویمه ورځ به اړوند کمیټې پرې غور وکړي.
په ورته مهال د “اسلامي امارت” په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت ویاند او د اطلاعاتو او پرهنګ وزارت مرستیال وزیر “ذبیح الله مجاهد” نن تر ماسپښین وروسته یوځل بیا ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د نجونو زده کړو سره په اصولو کې مخالفت نلري او د یو محفوظ میکانیزم تر رامنځته کولو وروسته به دا ستونزه حل شي.
باید وویل شي چې نن پنجشنبه د لویې جرګې په خیمه کې د علماوو، پوهانو او قومي مخورو یوه ستره غونډه پیل شوه، چې د شنبې تر ورځې به دوام کوي په دغه غونډه کې چې د هیواد له لر او بر څخه پکې نږدې ۳۵۰۰ کسانو برخه اخیستې ده، موخه یې د اسلامي امارت مشرتابه او مسؤلینو ته سپارښتنې او مشورې ورکول دي او اټکل کېږي چې د اسلامي امارت زعیم شیخ هبة الله صاحب به هم پکې ګډون وکړي.

















