کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د “اسلامي امارت” په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د ملي دفاع وزیر “مولوي محمد یعقوب مجاهد” پرون کابل کې د علماوو غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د ستونزو د حل لپاره فتواوې راکړئ.
نوموړي له علماوو غوښتنه کړې ده، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د دوی د نظام ستونزې رابرسېره کړي او اسلامي امارت ته یې په اړه مشورې ورکړي.
ملا یعقوب مجاهد وویل “له نژدې یوه کال راهیسې هېڅ اسلامي او نا اسلامي هېواد زموږ نظام په رسمیت نه دی پېژندلی، موږ ته مشورې راکړئ چې بهرنۍ تګلاره څنګه جوړه کړو چې نړۍ مو په رسمیت و پېژني”.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده، چې افغانان باید اوسنی نظام په هېڅ صورت کې له لاسه ور نه کړي او په خبره یې دلته باید د جګړې اور د تل لپاره مړ شي.
باید وویل شي چې مولوي محمد یعقوب مجاهد د طالبانو د اسلامي تحریک د بنسټګر او د اسلامي امارت د لومړي زعیم ارواښاد “ملا محمد عمر مجاهد” زوی دی، د اسلامي امارت په لیکو کې ورته د قدر په سترګه کتل کېږي او ویل کېږي نوموړی په خپلو پریکړو کې تره ډیره جدي دی او څو ځله یې د پنجشیر ولایت په ګډون د هیواد لر او بر ته سفرونه کړي او هلته یې د هیواد له مسلحو ځواکونو سره لیدلي دي.

















