د ا.ا.ا لوړ رتبه پلاوي د افغانستان لپاره تر لسو د زیاتو اروپايي هیوادونو له استازو او سفیرانو سره کتلي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
نن د قطر په پلازمینه دوحه کې د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ لوړ روتبه پلاوي په دوحه کې میشت د افغانستان لپاره تر لسو زیاتو اروپايي هیوادو له استازو او سفیرانو سره غونډه کړې ده.
په ننۍ غونډه کې ناستو اړخونو په افغانستان کې د بشري او صحي وضعیت، تعلیمي بهیر او اړتیاوو په باب طرحې، وړاندیزونه، او معلومات سره شریک کړي دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، چې یادو سفیرانو په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له اغیزمنو شویو سره خواخوږي څرګنده کړه ويې ويل: «شرایطو ته په کتو سره موږ غواړو چې په افغانستان کې بشري، تعلیمي او صحي مرستې زیاتي شي او دغه راز یې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په تړاو خپلې اندیښنې څرګندې کړې».
نوموړی زياتوي، د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې د استازو د ځینو اندېښنو بالخصوص د اقتصادي وضعیت په تړاو وویل چې د امریکا له لورې کنګل شوې شتمني او په بانکي سکتور لګېدلو بندیزونو افغان تجاران له مشکلاتو سره مخامخ کړې دي.
دغه راز ښاغلي متقي ډاډ ورکړی چې د نوي حکومت په راتګ سره د افغان ټولنې د ټولو قشرونو حقه حقوق خوندي شوي او په ټولو برخو کې شفافیت رامنځته شوی دی زياته کړې ده:«مسلکي کدرونه جذبیزي، د پخوانۍ ادارې له منسوبینو سره ناسم چلند منفی تبلیغات دي او له هیواد نه وتلي هیوادوال په لوړه کچه بیرته خپل وطن ته راروان دي.»
ښاغلي متقي د ا.ا.ا د بشپړ حاکمیت سره په تړاو وویل چې په افغانستان کې امنیت تر بل هر وخت اوس ښه دی، د نظام د مخالفت په بهانه څوک نه زورول کیږي زندانونه مو د تیرو ۴۰ کالو په نسبت خالي دي، په ټول هیواد کې دښمن په حکومتي تاسساتو د برید او سقوط توان ندی پیدا کړی.
د ناستې په پای کې د غونډي برخوالو له مجلس څخه خوښي څرګنده کړې او له بل سره په تعامل او د ورته ناستو په دوام یې تینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې ناستې دې زیاتې شي.



