ازبک چارواکی: روانه میاشت د افغانستان په تړاو د تاشکند کنفرانس جوړیږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

یو لوړ پوړي ازبک چارواکي خبر ورکړی، چې پلازمینه تاشکند کې د افغانستان په تړاو کیدونکي نړیوال کنفرانس کې به د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

تردې دوه میاشتې مخکې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر “ولادیمیر نوروف” ویلي وو، چې دا کنفرانس به د ۲۰۲۲ زیږدیز کال په جولای میاشت کې کیږي، خو کره نیټه او نور جزییات یې نه وو په ډاګه کړي.

اوس د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دا کنفرانس به د جولای په ۲۵ او ۲۶مه ترسره کیږي او پکې به د ۲۰ نړیوالو سازمانونو او هېوادونو استازي ګډون کوي.

خبر پاڼه زیاتوي له دې کنفرانس څخه موخه له افغانستان سره د سیمې او نړیوالې ټولنې د همکاریو زیاتوالی، په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره لاره هوارول دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف ویلي وو، چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان او سیمې پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي موضوعاتو خبرې کیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button