کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
له اوکرایین ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یاد هیواد په جنوبي “اودیسا” ښار روسیې په توغندیز برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
اوکرایني چارواکي ادعا کوي، چې د روسیې توغندیزو بریدونو کې یوه نهه پوړیزه ودانۍ په نښه شوې ده، چې په پایله کې یې د یو ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپیان دي.
د اوکرایین د روغتیا وزارت وایي، چې د ډېرو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی او ګڼ کسان لا هم نړیدلې ودانۍ کې بند پاتې دي او د ژغورنې ډلې یې د ژغورلو هڅې کوي.
د اودیسا د سیمه ییزې ادارې ویاند رسنیو ته ویلي، چې ګمان کوي برید کې د شوروي دورې X-22 توغندي کارول شوي دي.
باید وویل شي چې روسیې تر دې دمه د دغو هوایي بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو وړاندې تر دې یې پر ملکیانو د بریدونو ادعاوې رد کړې دي.
















