کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د راپو نو له مخې، چین یو ځل بیا له امریکا غوښتنه کړې چې پر افغانستان خپل اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي.
دا غوښتنه په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي کړې او زياته کړې ده، چې د امریکا یو اړخیز بندیزونه به د افغانستان راتلونکې ته خطرونه جوړ کړي.
دغه راز نوموړي یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او د دغه هېواد اقتصادي فعالیتونه دې نه ځنډوي.
چين تر دې مخکې هم پر افغانستان د امريکا اقتصادي بندیزونه ظالمانه بللي و او په وار وار يې د امريکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادۍ غوښتنه کړې ده.
















