له ا.ا د مفتي محمود ذاکري غوښتنه: عصري علومو ته ډېره پاملرنه وکړئ

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د هیواد د مشهور علمي شخصیت ارواښاد “عبدالله ذاکري” زوی مفتي محمود ذاکري په کابل ک د علماوو لویې غونډې ته د خبرو پر مهال پر اسلامي امارت غږ کړی، چې عصري علومو ته ډېره پاملرنه وکړئ.

نوموړي ویلي، چې علماء کرام هیڅلکه د عصري علومو مخالف نه دي ځکه چې په خبره یې عصري علومو سره اسلام هیڅ ستونزه نه لري او دا علم د ټولنې ډېره شدیده اړتیا ده.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې ان په درېیمه هجري پېړۍ کې، هغه وخت چې غربیان مطلق وحشیان وو، مسلمانانو پوهنتونونه درلودل.

باید وویل شي چې یوازې مفتي ذاکري نه بلکې په دې غونډه کې ډېری نورو دیني عالمانو هم له اسلامي امارت څخه د نجونو د تړلو ښوونځیو په ګډون د عصري زده کړو د ملاتړ غوښتنه کړې ده. په کابل کې د دیني عالمانو او مخورو د ناستې نن درېیمه او وروستۍ ورځ ده چې ممکن د یو پریکړه لیک تر خپرېدو وروسته پای ته ورسیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button