جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

تحریم له ښځو لیرې کړئ !

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جولای 3, 2022
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
41
ځلې شریک شوی
510
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

امین وردګ

ښځه د انسانیت مور ده ، ښځه زموږ خور ده لور مو ده او د ژوند تر ټولو خوږه او نازنینه ملګرې مو ده.
موږ د همغه پيغمبر (صل الله علیه و آله وسلم) امتیان یو چې نړۍ ته یې انسانیت وروښود او د بشر حقوق یې وروښوول ، ښځه یې خلکو ته د یوه باعزته او باوقاره انسان په توګه ور وپېژندله ، ښځه یې د نارینه لومړۍ استاذه وبلله ؛ مګر هغه هم د یوې ښځې زوی ؤ او په ژوند کې يې ځانله داسې ملګرې خوښه کړه چې ده په خپله (د معاش په بدل کې) کار ورسره کولو.
زموږ معنوي مور بي بي عائشه صدیقه (رضی الله تعالی عنها) هغه څوک وه چې زموږ د پيغمبر له مبارکې خولې څخه (د دې د عمر په پرتله) زیاتره احادیث همدې مبارکې را نقل کړي دي.
موږ پوهېږو چې تاسو ټول ښه پوه یاست ! مګر پردې مو پوه کړئ چې : ولې مو نه پوهوئ ؟
زموږ میندو ، خویندو او د ژوند خوږو ملګرو مو په تېر شل کلن (آن څلوېښت کلن) جهاد کې سمه نیمه برخه راسره اخیستې ده ، زما دې قسم پر الله وي چې د مجاهدینو زیاترو ښځو ، خویندو او لورانو به د غربي چاپو پر مهال نارینه وو ته لا ډاډ ورکولو او ورته ویل به یې چې: تاسو ووزئ ! موږ شته یو.
چای به مو پر دوی او ډوډۍ مو پر دوی وه ، جامې به مو دوی راته وینځلې، ټپیانو ته به مو همدوی درمل ورکول او دوی به یې خدمت ته ولاړې وې ، مګر نن یې علیا موقف په لوی لاس را نړول کیږي او موږ برګې سترګې ورته ولاړ یو.
نن مو ځینو بې ضمیرو همغه مجاهدې ښځې له پامه غورځولې.
ځينو خو دویم، دریم او آن څلورم وادونه هم پرې وکړل او د همغو غربي غلامانو لورانې یې وکړې چې شل کاله یې جګړه وه ورسره ، خو نن همغوی تر دې نورو برې ناستې دي؛ ځکه چې سواد لري.
نن خو دغو ځینو خائنینو نویو ښځو ته په شارنو او وزیر اکبر خان کې کورونه نیولي ، مګر زړې خوارکیانې یې لا هم په همغو کنډوالو کې ژوند کوي چې په چاپو کې ړنګې شوې دي او هغوی ته وایي چې تاسو خو کلیوالې یئ، په ښار کې تنګیږئ او غواګانې پرې ساتي.
زه دغو نامروادنو ته وایم چې : تاسو د ژوند له خپلو خوږو او باوفا ملګرو سره وفا و نه کړه ، نو له موږ او ملت سره به يې څرنګه وکړئ.
اې ورمېږونه مو مات شه!
زه خو حیران پدې یم چې دا ناولې پیسې مو بیا (دومره زر) له کومه کړې ؟ چې هم مو کورونه واخیستل ، هم مو دوې او درۍ ښځې وکړې او هم حجونو ته پرې لاړئ ، هغه د سنګر ملګرو خو مو قسم پر الله که لا تر اوسه د موټر سیکلونو د تېلو پورونه خلاص کړي وي چې ستاسو په خدمت کې به شپه ورځ ولاړ وو ؛ هغوی به له خپلو جیبونو څخه مصارف کول او یا به یې پورونه راوړل چې لا هم ترې غوښتل کيږي خو دوی یې نشي خلاصولای.
وا وروڼو ! موږ نه وایو چې تاسو تعلیمي نصاب مه ورته جوړوئ ، یا یې د زده کړو ځایونه مه سره جلا کوئ، بلکې هدف مو دا دی چې ؛ وضاحت ورکړئ او په لوی لاس د (اسا مه ابن لا دن) موضع مه ترې جوړوئ ، هسې نه چې خدای مکړه دا ځل کوم بل څوک یا بېرته همغوی برید راباندې وکړي ، بیا به همدغه ښځې وي او تورې ړنګې خونې ، قسم که خو تاسو تم شئ ، تښي به واست پر کومه خوا.
که مو یاد وي ! د چاپو په خطرې شپو کې به موږ او تاسو ځانونه و ایستل او همدغه مظلوم او محکوم قشر (ښځې) به مو ورته پرېښودې ؛ هغه به چې پر کور هر غم راغی نو پر دوی به تېر شوی ؤ او موږ به چېرې د کومې پولې خواته بېغمه پراته وو ، سبا به بیا هسک هسک هم موږ غږېدو چې ګني : زما پر کور داسې چاپه تېره شوه او هاغسې وه ، ښه وم چې زه کور نه وم کنه داسې او هاغسې به شوي وو.
وا ځوانیمرګه ! نن ولې د همغې مجاهدې سرنوشت نه ټاکې او له نوې بېټلۍ سره دې په دویم منزل کې پر لوکس پالنګ پروت یې او مزې کوې.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دغو ځینو احکامو او فرامیتو ته هم خوب وړی یم!
دا څه عجیبه کار دی ! په تلویزیون کې یې خوله وربنده کړې او بیا ورته وایي چې: خبرې وکړه.
آیا په تړلې خوله هم خبرې کیږي او یا ضرورې دي؟ واسړیه! خو یو مخ یې کور کېنوه کنه! دا څه ډول جزا دې ورته ټاکلې.
الله پاک ورته ویلي چې : (( ویغضضن من ابصارهن…)) خو ته ورته وایې چې : نه ! سترګې دې خلاصې کړه او خوله پټه؛ خو خبرې کوه.
وا وروره ! که ته وایې چې زه په دغه ډول د فساد مخه نیسم چې مکتب او مدرسې ته دې نجونې نه ځي ، دا خو نو موږ ځکه نه درسره منو ؛ چې په مکتب کې به د ښځې فساد لس سلنه وي خو چې بازار ته راځي نیوي سلنه دی ، همدا راز چې تلویزیون ته ځي هم.
له مکتب او پوهنتون څخه دوی مه رامنعه کوه ، هلته فساد نشته ! خو پدې شرط چې ځای یې له نارینه وو څخه بېل او استاذانې یې هم ښځينه وي.
نجلۍ چې مکتب ته روانه وي ، باور وکړه له تورو جامو او سپين پوړني یې سړي ته حیا ورځي ؛ ځکه خو سړی بکل نشي ورته کتلای ، خو هغه ښځې چې خلاصې جاغې بازار ته راوتلې وي او په تیاره مارکېټونو او تنګو کوڅو کې ګرځي راګرځي مړي هم نه دې ترې خلاص.
بله واوره ! نجونو د پیمخو هلکانو په تناسب نیمایي فساد هم نه دی رامنځته کړی.
تاسو به هغه ډلې ډلې ځوانان نه وي ليدلي چې د سندونو او رودونو پر غاړو ناست وي او لاندې په اوبو کې پیمخي هلکان (چې سنونه به یې له دیارلسو څخه تر اتلسو کالو وي) لمبیږي او دوی به فقط او فقط خوند ترې اخلي ، والله چې تاسو زیاتره ښه پرې خبر یاست اما هېڅوک د دغه فساد پر وړاندې غږ نه پورته کوئ.
زه یقین لرم چې نن سبا څومره کار هلکانو خراب کړی ، که نجونې د هغوی نیمايي هم وي.
هلکان آزادانه هر ځای چې وغواړي تللی شي اما نجونې غریبانانې فقط تر مکتبه بیا ګناګارې شوې ، حال دا چې پر لارو یا په مکتب او مدرسه کې ذره فساد هم نشي کولای.
زما پر لیکنو بیا غوغا مه جوړوئ ! او سترګې راته برګې برګې مه کوئ ! ماته فقط معقول دلائل وړاندې کړئ او زما ځوابونه ووایئ.
زه له تاسو دا پوښتنه کوم چې : آیا یوه نجلۍ به مکتب ته د تګ پر مهال ډېره خرابي وکړای شي او کنه ! د ماما ، کاکا ، خاله او یا عمه له هغو زامنو سره چې په یوه سرای کې ګډ ورسره تاویږي.
زه ډېرې داسې کورنۍ پېژنم چې نارینه یې بیرون ته بکل ښځې نه باسي ، خو په کور کې به یې پاس څلور واړه طبقې لونډان (په شمول د ده د وروڼو چې د ښځې به یې لېورونه کیږي) آزادانه غمبر وهي.
دا نو بیا کومه مذهبي لاره ده ؟ چې شرعي نامحرم دې په کور کې آزاد ګرځي او ته هم ښه پرې خبر یې ، مګر ښځه دې آن ډاګټر ته لا نه ورولې او د نه تعلیم پلوي یې کوې او دا هم وایې چې : فساد خپريږي.
زه د مشرانو ټولو پرېکړو ته پوره احترام لرم ، خو باید د ښځو سرنوشت معلوم کړي او خلکو ته صادقانه ځواب ووايي چې : کله او پر کومو شرائطو به اجازه ورکوي ، خلک ناراضه کیږي او د شورش لپاره زمینې برابريږي.
زما دې پر الله قسم وي چې پر حاکم نظام خفه کېږم ! ځکه چې بدیل یې نشته ! که الله مه کړه چپه شو بیا به پوره سل کاله نور هم شاته ټېل وهل شو تر څو مو هېواد ته بدیل پیدا کړو.
زما د کور یوه غړې هم مکتب یا مدرسې ته نده تللې ، بلکې ټول دروس یې په کور کې له ما ، له بابا او تره څخه یې ویلي ، ځکه چې ما هم نه غوښتل کورنۍ مې په فساد ککړه شي اما هلته خو هېواد اشغال ؤ او شرائط سم نه وو برابر ، له بلې خوا دلته پردې لونډان اوسېدل (که څه هم چې پتمنې خویندې په هر ځای او هر حال کې ځانونه ساتلای شي مګر بیا هم ډېرې په تکلیف وې ، الله پاک دې تل سپېڅلو خویندو ته نعم البدل ورکړي) مګر اوس خو الحمدلله هر څه خپل شول ، نو موږ د اسلامي امارت له درانو مشرانو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د نجونو د تعلیم او تعلم څخه تحریم ليرې او د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې اجازه ورکړئ ، چې هم دینې علوم ولولي او هم عصري.
او بله غوښتنه مو دا ده چې باید د نیم امت (ښځو) سرنوشت یوازې یوه کس، یا یوه ارګان ته و نه سپاري بلکې زموږ د امیرالمؤمنین (حفظه الله) په ګډون باید ټول مشران او زموږ ټول درانه امیران دې دغې پېچلې موضع او مغلقې معضلې ته د پای ټکی کېږدي، کنه داسې بد عواقب به ولري چې بیا به ټول عمر افسوس کوو.
و ماعلینا الاالبلاغ

لوی ټکي: امین وردګتحریمښځېطالبان
مخکینې مطلب

اتحاد/ امين وردګ

بل مطلب

ډنمارک کې وسله وال برید مرګ ژوبله اړولې

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com