چين له افغاني سرې مياشتې سره ۲۰۰ زره امريکايي ډالره نغدې او ۱۸ ټنه ډول ډول توکي مرسته وکړه
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د راپورنو له مخې، چين له افغاني سرې مياشتې سره ۲۰۰ زره امريکايي ډالره نغدې او ۱۸ ټنه ډول ډول توکي مرسته کړې ده.
په کابل کې د چين سفير وانګ يو نن په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له مصيبت ځپلو سره د دغه هېواد د سره صليب ټولنې نغدي او غير نغدي بشري مرستې د افغاني سرې مياشتې سرپرست رییس مولوي مطيع الحق خالص ته وسپارلې.
په عين حال کې په کابل کې د چين د سفير د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د زلزلې له وخته چين زياتې هڅې وکړې چې له مصيبت ځپلو سره مرسته وشي، له همدې امله د چين دولت له ځنډ پرته د بېړنيو بشردوستانه مرستو د وړاندې کولو لپاره ۷،۵ ميليونه ډالره ځانګړي کړل چې تر اوسه پورې٣٢٠ ټنه مرستې د ۸ چارتر الوتکو په واسطه افغانستان ته لېږدول شوې دي او په راتلوونکو ورځو کې به ۲۰۰ ټنه نور کومکي مواد افغانستان ته ولېږدول شي.















