مدویدوف: د کریمیا پر ټاپو وزمه هر ډول تیری به د دریمې نړیوالې جګړې د پیل لامل شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د روسیې پخواني ولسمشر “دیمتري مدویدوف” ناټو ته خبرداری ورکړی، چې د کریمیا ټاپو وزمې ته چې د روسیې خاوره ګڼل کیږي، هر ډول تیری کیدای شي د دریمې نړیوالې جګړې د پیل لامل شي.

مدویدوف چې اوسمهال د روسیې د ملي امنیت د شورا مرستیال دی د مسکو له “ارګمینټي آی فاکتي” اونیزې سره په خپله ځانګړې مرکه کې وویل: کریمیا د روسیې یوه تلپاتې برخه ګڼل کیږي او زموږ لپاره حیاتي ارزښت لري له همدې امله د کریمیا د اشغال هره هڅه زموږ د هیواد پر وړاندې د جګړې اعلان ګڼل کیږي.

دغه لوړپوړی روسي چارواکی زیاتوي: که چیرې دا تیری د ناټو لخوا ترسره شي دا به د ناټو سره د شخړې او د دریمې نړیوالې جګړې د پیل په معنا وي موږ به خپلو دوښمنانو ته وښیو چې روسیه څومره زور لري موږ کولې شو د اروپا هره برخه په نښه کړو.

مدویدوف په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د یوځای کیدو په اړه هم غبرګون ښودلی او دا یې د یادو هیوادونو احساساتي او بې ګټې اقدام بللی دی، د نوموړي په خبره څوک چې په امریکا او ناټو حساب کوي د اوکراین انجام دی وګوري، موږ غچ اخیستلو ته چمتو یو خپلې پولې به پیاوړې کړو او “اسکندر هایپرسونیک” توغندي به پکې ځای پرځای کړو هغه توغندي چې د ناټو هر غړی هیواد په ډېره دقیقه توګه په نښه کولی شي.

باید وویل شي چې روسیې د ۲۰۱۴م کال په مارچ میاشت کې د اوکراین له سیاسي کړکیچ څخه په ګټې اخیستلو سره د کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه، چې د امریکا په ګډون یې د غربي نړۍ پراخ غبرګونونه را وپارول.

مربوطه مطالب

Back to top button