هرات: د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ځواکونو پر یوه لېږدو ونکي کاسټر موټر وسله وال برید شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
راپورونه وايي، چې د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ځواکونو پر یوه لېږدو ونکي کاسټر موټر وسله وال برید شوی.
ځايي سرچينې وايي، دغه بريد نن دوشنبه سهار اووه بجې د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې شوی چې په ترڅ کې يې د بريدګرو او طالب ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله شوي دي.
د هرات امنیه قومندانۍ ویاند محمد شاه رسول رسنيو ته ويلي، چې نښته کې یو بریدګر وژل شوی او په بريد کې د نورې اوښتې مرګژوبلې په اړه لا معلومات نه دي ورکړل شوي.



