یونیسف: پکتیکا کې ۴۰۰ زره کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ويلي چې پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له کبله ۳۶۲ زره کسان اغېزمن شوي چې ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.

 یونیسف زیاته کړې چې ياد شمېر کسان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري. افغانستان کې د يونيسف استازي “محمد ايويا” ويلي، چې زلزله ځپلو ته يې په راتلونکو دريو مياشتو کې د مرستو رسولو هر اړخيز پلان جوړ کړی دی.

 ملګرو ملتونو ويلي چې په لومړي ګام کې د خلکو د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو هڅه کېږي او وروسته به يې د کورنو د جوړولو او اوږدمهالو اړتياوو د پوره کولو لپاره اقدامات ترسره وشي.

باید وویل شي چې په دوه اوونۍ وړاندې د هیواد ختیځ ولایتونه خوست او پکتیکا یوې زورورې زلزلې وځپل چې په پایله کې یې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او زرګونه کورونه یې ونړول.

مربوطه مطالب

Back to top button