بنګلادېش د افغانستان زلزله ځپلو سره ۱۱ ټنه خوراکي، غیر خوراکي او درملو مرسته وکړه
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د راپورنو له مخې، بنګلادېش په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره یوولس ټنه د خوراکي، غیر خوراکي او درملو مرسته وکړه.
پېښو ته د رسېدو په چاور کې د دولت وزارت ویاند محمد یونس حقاني وايي، چې دغه مرسته نن کابل ته رارسېدلې او ډېر ژر به پر زیانمنو شویو کورنیو ووېشل شي.
افغان حکومت د بنګله دېش له مرستو مننه کړې او د ا.ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې د بنګلدیش هېواد له مرستو څخه ډیره مننه کوي.

















