اقتصادي معاونیت: که د تېلو احتکار کونکي وموندل شول، شرکت به یې تړل کیږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت، د تجارت او مالیې وزارتونو، نورم او سټېنډرډ ملي ادارې، د ګازو او تېلو دولتي شرکت او د درنو جرمونو ضد ادارې استازو د تېلو د نرخونو د کنترول په اړه غونډه کړې.

د اقتصادي معاونيت خاص سکرتر عبدالله عزام په خپل ټويټر ليکلي، چې ‏نن په اقتصادي معاونیت کې د تجارت او مالیې وزارتونو، نورم او سټېنډرډ ملي ادارې، د ګازو او تېلو دولتي شرکت او د درنو جرمونو ضد ادارې استازو د تېلو د نرخونو په راټیټولو او د بازار د ساتلو په اړه اختصاصي غونډه وکړه.

نوموړي زياته کړې، چې په یاده غونډه کې د نورو اقداماتو تر څنګ پرېکړه وشوه چې یو هيئت ‏به د تېلو د سوداګرو ذخیرې ګوري، که هر څوک وموندل شو چې تېل یې احتکار کړي دي، شرکت به یې تړل کیږي.

دغه راز نوموړي په يوه جلا ټويټ کې ‏د تېلو د بیو لوړېدل یوه نړیواله ستونزه بللې زياتوي یوازې افغانستان له دې مشکل سره مخ نه دی بلکې د تېلو صادرونکي هېوادونه هم ترې ځوریږي.

په وينا وې، د ا.ا پوره هڅه کوي چې د تېلو نرخونه راټیټ کړي او بازار مستحکم وساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button