
د دوکتور العریفي نادره کیسه
د دوکتور العریفي نادره کیسه
دوکتور العریفي حکایت کوي چې، یوه ورځ مکي حرم کې بیت الله ته مخامخ ناست وم او زموږ د صف په امتداد لږ فاصله کې مې یو ځوان د دعا په حال ولیده چې، په ډېرې توجو سره یې دعا کوله، ځوان له راته د یمن مالومېدۀ، دغه ځوان دعا کې دومره غرق وو چې خپل شاوخوا ته یې هم هیڅ خیال نه وو، لا په دعا وو چې یو سړی راغی او دده مخې ته یې یو څه کېښودل او بېرته لاړ؛ خو د یمني ځوان توجو ورته نه وه او هماغسې خپلې دعا کې غرق وو. ځوان چې دعا خلاصه کړه نو مخې ته یې کېښودل شوې غوټه ولیدله خلاصه یې کړه او بېرته یې کېښوده.
دوکتور العریفي زیاتوي چې زه ددې سړي نه متاثره شوم او ومې غوښتل چې خبرې ورسره وکړم او ددغه غوټې په اړه هم ترې وپوښتم.
وایي ورغلم له سلام وروسته مې ورته وویل چې داسې ښکاري لکه د یمن څخه چې عمرې ته راغلی یې! ځوان وویل هو. دوکتور عریفي ترې پوښتنه وکړه چې ډېرې توجو سره دې دعا کوله لکه چې څه مشکل لرې؟ ځوان ځواب ورکړ چې هو مشکلات مې لرل ځکه عمرې ته راغلم ډېر قرضدار وم له یوه څخه به مې قرض راخسته او بل ته به مې ورکوو او له بل څخه به مې راخسته بل ته، قرضونو نه بیخي تنګ وم او قرضونه راباندې ډېر زیات شو، اخره کې یوه ملګري راته وویلې چې فلانکي ته ورشه هغه به درسره مرسته وکړي پدې کې زما ذهن کې راغلل چې ولې یې له الله تعالی څخه ونه غواړم ولې د الله درته ورنشم، نو په همدې نیت عمرې ته راغلم.
دوکتور عریفي ترې پوښتنه وکړه تا چې کله دعا کوله نو یوه سړي دې مخې ته دغه غوټه کېښوده، دا څه وو؟ ځوان ورته وویل چې زما فکر نه وو دعا کې مې فکر وو او دعا مې د همدې قرضونو څخه د نجات غوښتله له دعا وروسته مې چې غوټه ولیده او خلاصه مې کړه نو ګورم چې روپۍ پکې وې او دا دومره ډېرې روپۍ دي چې زما قرضونه هم پرې خلاصیږي او زما مشکلات هم پرې حل کېږي. (سبحان الله)
دغه ځوان لا له دعا څخه لاسونه نه وو کوز کړي چې رب یې دعا قبوله کړه.
الله تعالی د قرآن کریم د (سُوۡرَةُ البَقَرَة) په (۱۸۶) نمبر آیات کې فرمایلي:
“وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِى عَنِّى فَإِنِّى قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِى وَلْيُؤْمِنُوا بِى لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ”
ژباړه: او (ای پيغمبره ﷺ) زما بندګان كه ستا څخه زما (د لرې والي یا نږدې والي) په اړه پوښتنه وکړي؛ نو هغوی ته ووايه چ، زه ورته ډېر نددې يم. بلونكى چې كله ما وبلي، زه د هغه بلنه اورم او ځواب وركوم، نو هغوی ته ښايي چې زما بلنې ته لبيك ووايي او پر ما ايمان راوړي (ته دا خبره هغوی ته واوروه)، كېداى شي چې سمه لاره ومومي.
همدارنګه الله تعالی د قرآن کریم د (سُوۡرَةُ قٓ) په (۱۶) نمبر آیات کې فرمایلي:
“وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسٰنَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِۦ نَفْسُهُۥ ۖ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ”
ژباړه: په حقیقت کې موږ انسان پيدا کړی دى او آن د هغه په زړه کې په را پيدا کېدونكو وسوسو باندې پوهیږو. او موږ د هغه له شهرګ (د ورمیږ د رګونو) څخه هم زيات هغه ته نږدې يوو.
دوکتور محمد بن عبدالرحمن العریفي د سعودي یو تکړه او جید عالم دی. ډېر کتابونه یې لیکلي چې کتابونه یې په نړیواله کچه په مختلفو ژبو ژباړل شوي دي، ځوان او ډېر خوش اخلاقه انسان دی.
مشهور کتابونه چې په لکونو لکونو چاپ شوي او ډیرو ژبو ته ژباړل شوي دا دي.
(استمتع بحیاتك ـ نهایة العالم ـ ضع بسمتك ـ لا تغضب ولك الجنة) او داسې نور…



