مارکس پوتزل؛ ملګري ملتونه غواړي چې افغانستان کې د شته سفارتونو تر څنګ نور سفارتونه هم پرانیستل شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د یوناما د استازولۍ مرستیال او سرپرست مارکس پوتزل ليده کاته کړي دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، پوتزل د خپل ماموریت په تړاو ښاغلي ته معلومات ورکړي او د ښه ماموریت د ترسره کولو لپاره یې د ا.ا.ا همکاري او همکاهنګي لازمه بللې ده.
د بهرنيو چارو وزارت وياند په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې ناسته کې د یوناما سرپرست ويلي:«ملګري ملتونه په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو د دیپلوماتیک ماموریت هرکلی کوي او غواړي چې د شته سفارتونو تر څنګ نور سفارتونه هم پرانیستل شي».
خبرپاڼه زياتوي، د بهرنیو چارو وزیر د یوناما له نوي سرپرست څخه د ښه ماموریت د ترسره کولو هیله کړې او زیاته کړې يې ده (د یوناما له استازولۍ څخه توقع لري چې د افغانستان او نړۍ تر منځ د مثبتو اړیکو او مثمر تعامل رول اداء کړي).
ښاغلي متقي، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې زموږ په اړه دې د مغرضو کړیو په بې بنسټه ادعاوو قضاوت نه کیږي او په وينا يې د نوي حکومت په راتګ سره وضعیت ډير ښه شوی دی، اوس سرتاسري امنیت تامین دی، هر داخلي او خارجي ارګان که وغواړي خپل ماموریت په ډير ښه او شفاف ډول مخته وړلای شي.



