‏مالي: په چاودنه کې د ملګرو ملتونو ۷ کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د راپورنو له مخې، د ملګرو ملتونو ادارې پر خپله ټویټرپانه ليکلي، چې په مالي هېواد کې يې د کارکوونکو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، د دې چاودنې په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

Back to top button