کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د راپورنو له مخې، د جاپان پخوانی لومړی وزیر «شینزو ابي» په يوه وسله وال برید کې ټپي شوی دی.
راپور زيتوي، چې پر نوموړي د جاپان په لویدیځ نارا کې د کمپاین پرمهال ډزې شوي، ویشتل شوی او ټپي دی.
جاپاني رسنۍ وايي، چې ابي یوې ټاکنیزې غونډې ته وینا کوله چې د یوه وسله وال کس لخوا پرې ډزې شوي دي.
نوموړی پر سينه په څو مرميو لګېدلی چې روغتيايي وضعيت يې ښه نه دی.
ويل کېږي، شنزوابي اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او بې هوښه دی، تر برید وروسته یو تن مشکوک کس نیول شوی دی.
شنزوابي له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۷ او له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۰ کلونو د جاپان لومړی وزیر و.


















