ولسمشر زیلنسکي: د خپلو ختیځو سیمو د بېرته نیولو لپاره “یو میلیون” ځواکمن پوځ جوړوو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې د اوکراین د ختیځو سیمو تر نیولو وروسته روسي ځواکونه مخ پر وړاندې روان دي د اوکراین ولسمشر “زیلنسکي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د خپلو ختیځو سیمو د بېرته نیولو لپاره د ناټو پر پرمختللو وسلو د سمبال یو میلیون ځواکمن پوځ د جوړولو اراده لري.
د نوموړي په خبره چې د تور سمندر څنډو ته د څېرمه سیمو بېرته نیول یې د هیواد د اقتصاد لپاره خورا مهمه چاره ده.
د ویلو ده چې د اوکراین ولسمشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې روسیېپه ختیځه “دونباس” سیمه کې د لاډېرو سیمو په ولکه کولو کې پرمختګ کړی دی او لا هم خپل پرمختګ ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د “دونېڅک” ښار اړوند کراماتورسک ښار ته نژدې په چاسېویار سیمه د روسیې په هوایي برید کې یوه پنځه پوړېزه ودانۍ په نښه شوې ده چې په پایله کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
په ورته مهال د روسيې ولسمشر پوتین په یوه تازه او بې سارې اقدام کې ویلي، چې ټولو اوکرایني وګړو ته به روسي پيژندپاڼې ورکوي د ولسمشر پوتین په خبره هیواد یې اوګرایني ولس سره دوښمني نلري او د زیلنسکي د حکومت تر نسکورېدو وروسته به د دواړو هیوادونو وګړي په خوشالي کې ژوند کوي موږ اوکراینیانو ته د نفرت په سترګه نه ګورو بلکې د خپل وجود برخه یې ګڼو.



