کابل ټکی کام (سه شنبه ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د پکتیکا ځايي مسولین وايي؛ د ګیان ولسوالۍ په ږلۍ کلي کې له زلزلې سره هم مهاله له ځمکې ویرونکي غږونه اورېدل شوي.
د مسولینو په وینا؛ د سیمې خلک د یادو غږونو په اورېدو اندېښمن شوي او له مرکزي حکومت څخه یې غوښتي، چې ګیان ولسوالۍ ته جیولوجیکي ټیم ولېږي.
د پکتیکا ولایت ځايي مسولین وايي، چې د دې ولایت د ګیان ولسوالۍ په ږلۍ کلي کې له تېرې ورځې راهیسې نږدې ۳۰ ځله زلزله شوې او یوازې له نن سهاره تر دې دمه ۴ ځله زلزله شوې ده.
د مسولینو په وینا؛ د سیمې خلکو ته د زلزلې له امله درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
















