وروستۍ برخه
جبريل سعد
په لومړۍ برخه كې مو يادونه وكړه: كه د والسټريټ ژورنال وركړی دغه راپور له بېلابېلو زاويو وارزول شي؛ همدغه لوټمارۍ د هېواد، ولس او بيا اوسني نظام پر ټولو برخو د هغه مهال، را وروسته او تر ډېره پاتې منفي اغېز او دلته په عام ډول پنځولو ناخوالو د رښتوني، كره او ستر لامل په توگه پېژندلای شو چې ترې د ياد اغېز او پنځولو ناخوالو د له منځه وړلو لارې چارې هم درك كړو. هغه مهال چې دغه لوټمارۍ د اداري فساد پر اصطلاح پېژندل كېدې؛ له افغانستان سره د مرستندويه سرچينو د بې باورۍ، ورپسې د مرستو د بندېدو او ترڅنگ يې د لسگونه زره ولسي وگړو او دولتي ځواكونو د وژل كېدو، د همدومره ژوبلېدو او هېواد-ولس ته مو د ملياردونو ډالرو زيانونو لامل وې، دلته د سولې د ځنډ او د نړيوال اشغال د دوام لامل هم همدا لوټمارۍ وې، په را وروستو كې په پرلپسې ډول د پخواني رژيم ناڅاپي-بې پلانه-بې ترتيبه سقوط، د چارواكو او منسوبينو د وارخطا-بې گټې-بې موخې-له دوه لوريز زيان ډكې تېښتې، د چور او تالان له گواښ سره د پلازمېني كابل مخ كېدو(چې كه څه هم په پلان كې نه وه، خو مجاهدين يې اړ كړل كابل ته ننوزي)، پر هېواد-ولس-نظام د بهرنيو بنديزونو او فشارونو پلمې رامنځته كېدو، ۹نيم مليارد ډالرو پانگې كنگل كېدو، له گڼو هېوادونو سره د سفارتي-ترانزيتي-سوداگريزو اړيكو ټكني كېدو، د نظام كورني او بهرني مشروعيت او رسميت مسئلو را پورته كېدو، د ملي خزانې وچېدو او د بېوزلۍ كچې لوړېدو، د ارزښتمنو پروژو د نيمگړتيا او ځنډ، په سیمه او نړۍ كې له ډول ډول كړاوونو سره د هېوادوالو مخ كېدو، له پرديپالۍ او تخريبي دريځ څخه د ځينو نه اوښتو، د هېواد او ولس د ژغورنې-يووالي-پرمختگ په لاره كې د ډلو ټپلو جوړولو د هڅو او تر اوسه د امنيتي او جنايي پېښو-انسان تښتونو-غلاوو لامل همدا لوټمارۍ وې او بس.
دا او پاتې گڼې ناخوالې او منفي اغېزې كه په هره بڼه رامنځته كېږي؛ د گڼو دلائلو او ځمكنيو واقعيتونو پر شاهدۍ يې لامل تر ډېره همدا لوټمارۍ دي، د بېلگې په ډول: كه له لومړي سره لكه چې ومو ويل د افغانانو د تيښتې لامل لوټمار او پرې د سپاره باعث په حيث جنايات او لوټمارۍ يې وې؛ د يادو افغانانو د نه را ستنېدو او اړوند هر ډول منفي ټكو كه تر هره وخته دوام كوي؛ لامل يې همدغه لوټمار او لوټمارۍ دي، خو دغه افغانان بايد له تعقل او فكر څخه كار واخلي، په تېر كې د ولس او هېواد پر وړاندې كوم جنايات او تېروتنې چې ترسره شوې، ډېر او ستر رول او مسئوليت پكې د همدغو لوټمارو و او اوس يې په دې لوټماريو نوره هم له ولس سره دغه جفا سنگينه او درنه كړه چې له دوی پرته له ځان سره په تېښته كړي افغانان يې ښايي ونلري، اوس كه دوی نه راستنېږي؛ همدا به وي چې خپلې جفاگانې د نړيوالو او د نړۍ پر مخ د كوم نظام د اصولو له مخې څه چې آن خپله هغه د بښنې او ځان د لوټ كړې ملي شتمنۍ په اړه د ولس له محاسبې د برأت وړ او ملي خزانې ته يې د بېرته سپارلو له چارې خوندي نه گڼي او د خپلې راستنېدا په لاره كې يې خنډ بولي، داسي نه چې د اسلامي امارت او د هغه د پاليسيو له لوري كومه ستونزه ورته شته يا يې هم دوی ويني، اسلامي امارت خو په خپل نوښت په مكرر ډول د عامې عفوې له لارې د تروريزم او جنايتکارۍ پر وړاندې د ټولو نړيوالو نورمونو خلاف۴۳كلن تر ټولو سنگين جنايات وبښل چې نړۍ او تاريخ ته هېښونكې وه او په ضمن كې ځينې نور د پام وړ ټكي هم لري لكه؛ د تېر اختر خطبو او اختريزو پيغامونو پوري په كراتو او بشپړه خواخوږۍ هېواد ته د افغانانو رابلل او د چارواكو د شخصي ملكيتونو په نوم ځينې هغه وړې محاسبې پرېښودل چې له نښو نښانو تر ډېره بريده د ملي شتمنيو او دولتي امكاناتو برخه اټكل كېږي، خو يادې شتمنۍ او امكانات كه په هره بڼه لوټ او غصب شوې او هرڅومره وي؛ خپل ځای(ملي خزانې او دولت)ته يې راوړل د ولس او هېواد پر وړاندې د اسلامي امارت، هېواد او ولس ته ژمنو ښكېلو كړيو او اړوندو خلكو گډه دنده او مسئوليت دی چې په ترسره كولو سره يې بايد ووياړي، نو له هېواده وتلي افغانان چې د راستنېدو په درشل دي؛ له يادو لوټمارو سره دې له هيڅ اړخه په تله كې ځان نه اچوي او نه هم ورسره په تول خېږي، بلكې د لوټمارو په پرتله زيات سپك راځي او ولس ته د زغم او تمې وړ دي.
وروستۍ خبرې ته پر كتو؛ كه امريكايي چارواكو د افغانانو بهرنۍ پانگه هملته كنگل كړې، پخوانيو افغاني چارواكو يې له خپله كوره د لاس او خولې گوله ترې لوټ كړې او بهر وړې چې د امريكايي او د تېر رژيم افغان چارواكو پر وړاندې د افغانانو دريځ هم بايد يو وي، ترڅو په نړيواله محكمه كې يې د كنگل شوې پانگې او د خولې لوټ شوې گولې لپاره يو شان هڅې وشي، كه بهرنيان د پانگې له كنگل كولو د فشار كار اخلي؛ لوټمارو د لوټنو له لارې ورته زمېنه برابره كړې چې بايد له منځه يوړله شي او كه بهرني غله د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې لپاره خنډ دي؛ كورني لوټمار يې ترڅنگ د كورني مشروعيت لپاره خنډونه جوړوي چې دا دواړه مسئلې له اسلامي امارته د برابرو(په ليږ توپير)هڅو غوښتنه كوي او د امريكايي او تېر رژيم افغان چارواكو دغه درې مشتركات د پاتې ټولو ناخوالو سرچينې گڼلای شو چې پای ته رسېدو ته يې د هغو د له منځه وړلو/تللو د لارې چارې په سترگه بايد وكتل شي. پای
















