کابل ټکی کام (سه شنبه ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د راپورنو له مخې، چينله نړيوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د امريکا او بريتانيا د جنګي جنايتونو پلټنه وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزير له خوا ويل شوي چې امريکايي او بريتانوي ځواکونو په افغانستان او ځينو هېوادونو کې په سيستماتيک ډول ظلمونه کړي دي.
د چین نړیواله راډیو وايي، چې د دغې هېواد د بهرنيو چارو د وزارت ویاند وانګ ون بین پر نړیوالې ټولنې غږ کړی څو د بېلا بېلو هېوادونو خلک له ظلمونو او زيانونو څخه خوندي وساتي.
وانګ ون بین ويلي:«په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو له لوري د عامو افغانانو د وژلو پېښې د دې ښکارندويي کوي، چې پر بشري حقونو د امريکا او د دغه هېواد د ملګرو هېوادونو تېری او ظالمانه کړنې سيستماتيکې او دايمي دي».
څو ورځې مخکې نړيوالو رسنيو د بريتانوي د ځينو مؤثقو سرچينو له قوله معلومات خپاره کړي و چې په وينا يې په بريتانوي ځواکونو په افغانستان کې د عامو افغانانو په وژلو کې له يوبل سره مسابقې کولې.
په افغانستان کې ځينې ازاد خبريالان او څېړونکي وايي، چې يواځې د امريکا او بريتانيا نه بلکې د جرمني، فرانسې، ايټاليا او نورو هېوادونو ځواکونو هم په افغانستان کې جنګي جنايتونه ترسره کړي، عام افغانان يې شکنجه کړي، شخصي زندانونه يې جوړ کړي، وژلي او آن په کليو او اطرافي سيمو کې يې حيوانات او د خلکو شتمنۍ هم بغير له کوم جرم څخه له منځه وړي دي.
















