کابل ټکی کام (سه شنبه ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د «وان یس تایناز» په نوم خصوصي چیني شرکت وايي، په افغانستان کې د معدنونو د اسختراج په برخه کې د کیفیت او لوړ قمیت سره سره تیار دي.
د چارو ادارې لوی ریاست د ناستو په تالار کې د چارو ادارې د دولتي چارو د انسجام مرستیال شیخ الحدیث نورالحق انور په مشرۍ د یاد شرکت له مسؤلینو سره په جلسه کې د معدنياتو د رايستلو په اړه خبرې اترې شوي دي.
دغه جلسه پرون دوشنبه/۲۷/د چنګاښ، د ناستو په تالار کې ترسره شوې، چې پکې ښاغلي شیخ الحدیث نورالحق انور د چین له ښه ګاونډيتوبه مننه وکړه او له یاد شرکته يي وغوښتل چې خپل ټول شرایط په لیکلې بڼه وړاندې کړي.
د ياد چينايي شرکت رئیس جانګ باو مبنګ وویل، د معدنو استخراج تر بل هر چا په لوړ قېمت ترسره کوي، چې له دې سره به د ښه ګاونډيتوب تر څنګ د بلاعوضه مرستو لړۍ هم ولري.
د نوموړي په وینا د دوی شرکت په دې برخه کې فني اشخاص او وسایل لري، چې کولی شي په باکیفیته ډول د معدنو په استخراج کې رول ولوبوي.
د چارو ادارې د دولتي چارو د انسجام مرستیال شیخ الحدیث نورالحق انور د جلسې په وروستیو کې د یاد شرکت له مسؤلینو خپل شرایط په لیکلې بڼه وغوښتل، چې له وزارتونو سره به شریکېږي او نهايي تصمیم به وروسته نیول کېږي.


















