کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د روسیې پخواني ولسمشر او د ملي امنیت شورا اوسني مرستیال “میدویدیف” خبرداری ورکړی که چیرې امریکا او ناټو په کریمیا ټاپو وزمې برید وکړي قیامت به رامنځته شي.
نوموړي چې وړمه ورځ یې په “ولګوګراد” ښار کې دوهمه نړیواله جګړه کې ګډون کوونکو پوځیانو ته خبرې کولې وویل: ځینې غواړي چې موږ تهدید کړي خو که ناټو یا امریکا داسې احمقانه پریکړه کړې وي موږ به ورته قیامت وښیو.
د نوموړي په خبره که برید کیږي موږ به ورته غاښ ماتوونکی ځواب ووایو او د برید په صورت کې به امریکا او اورپایي هیوادونه له قیامت وړاندې قیامت وویني.
د میدویدیف دا خبرداری یوه ورځ وروسته له هغه مخې ته راځي چې څو ورځې وړاندې د اوکراین د ملي امنیت سلاکار “ویدوم سکیبیتسکي” د شنبې په ورځ د ناټو د غړو هیوادونو غونډې ته په خبرو کې ویلي و، چې روسیې له کریمیا ټاپو وزمې او تورې بحیرې د اوکراین په خاوره بریدونه پیل کړي دي نو په دې جزیره کې پر هدفونو بریدونه د توجیه وړ دي.
باید وویل شي چې روسیې د ۲۰۱۴م کال په مارچ میاشت کې د اوکراین له سیاسي کړکیچ څخه په ګټې اخیستلو سره د کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه، چې د امریکا په ګډون یې د غربي نړۍ پراخ غبرګونونه را وپارول.


















