په سوداګريزو چارو کې د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ پريکړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

‏باختر آژانس په ډاګه کړې؛ د اسلامي امارت اړوند چارواکو له پاکستاني سوداګریز پلاوي سره د سې شنبې د ورځې په ناسته کې لاندې پرېکړې کړي:

‏ـ له دې وروسته به په پېښور او کوېټه کې د افغانستان لارۍ نه بارېږي، بلکې د پاکستان ټولو برخو ته به په آزاد ډول تګ راتګ کوي. همدارنګه د پاکستاني لاريو لپاره هم ورته آسانتیاوې په پام کې نيول شوي.

– د ډبرو سکرو قیمت به په خپل حال وي؛ په صادراتو او وارداتو کې به آسانتیاوې برابرېږي.

‏- له دې وروسته افغانستان کولی شي د واګه بندر له لارې په آزاده توګه هند ته صادرات وکړي. پاکستاني لارۍ به هم ورته آسانتیاوې ولري.

– دغه راز د تورخم او سپین بولدک بندرونه به ۲۴ ساعته او د غلام خان، ډنډ پټان او خرلاچي بندرونه به ۱۲ ساعته پرانیستي وي.

‏- پاکستان مکلف دی ټولې غیر قانونوي اخاذي او په ځوروونکيو چیک پواینټونو کې د ځنډ د مخنیوي لپاره وسایل او مامورین ډېر کړي، افغانستان به هم ورته چاره ترسره کوي.

‏- د ویزو د تسهیل لپاره به دواړه حکومتونه ګډه کمیټه جوړوي او د ځانګړي میکانیزم له لارې به شخصي سکتور پر ځای دولتي ادارې خلکو ته ویزې وېشي.

داسې ښکاري، چې دغه پرېکړې یوازې د خصوصي شرکتونو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button