د سي آی اې مشر: د افغانستان د جمهوري دولت له مشرانو مو د تېښتې تمه نه وه

کابل ټکی کام (پنج شنبه ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د امريکا متحده ایالاتونو د مرکزي استخباراتو (سيایاې) مشر ویلیم بنز ویلي، چې امريکا هیڅکله داسې تمه نه لرله چې د افغانستان د جمهوري دولت مشران به تېښته وکړي.
د سي آی اې مشر دا څرګندونې په اسپین امنیتي فورم کې د خبرو پر مهال کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې امریکا دا توقع نه لرله چې د افغانستان پوځ به وپاشل شي او د حکومت مشران به يې د تېښتې لاره غوره کړي.
د سي آی اې دغه مشر ويلي: تر سقوط مخکې يې د افغان حکومت له مشرانو دا ډاډ ترلاسه کړی و، چې پوځ به د حکومت د سقوط کېدلو مخه ونيسي، خو په خبره يې وروسته چې خبر شوم د ولسمشر په ګډون يې ټولو چارواکو د تېښتې لاره غوره کړې وه.



