شعر/ مسؤليت

شعر/ مسؤليت
مسوليت څه دی د خپل زړګي خوړل دی
مسولیت څه دی د غم په ټال کی زنګیدل دی
مسولیت دی لاس تړلی خدای ته بیا یی
مسولیت کی بیا په عدل خلاصیدل دی
مسولیت د فدایی ایری وجود دي
مسولیت بیا له ګریوانه رانیول دی
مسولیت دی اور رسۍ ده که پوهیږی
مسولیت له ځان د سره اور تاوه ول دی
مسولیت د هر مظلوم ااه او فریاد دي
مسولیت د ظالم مخه نیول دی
مسولیت لکه عمر شبګیری غواړی
مسولیت خو په ازغیو ګرزیدل دی
مسولیت د مسلمه امت پوښتنه
مسولیت د ټولو اوښکی پاکول دی
مسولیت غټه سینه او صبر غواړی
مسولیت ډیری خبری په ځان وړل دی
مسولیت دی دردونه دروند پیټۍ په ولو
مسولیت خو په ځوانۍ بوډا کیدل دی
مسولیت د نمایش خبری ندی
مسولیت تمامه شپه خدای ته ژړل دی
مسولیت د شهیدانو ارمانونه
مسولیت دی هر یتیم بچی پالل دی
مسولیت پرهیزګاری او تقوی غواړی
مسولیت الله ته ځان تسلیمول دی
مسولیت که په اخلاص د زړګي وشي
مسولیت بیا ولایت ته رسیدل دی
مسولیت په ملت لاس د شفقت دي
مسولیت د اولسو خدمت کول دی
مسولیت دی مسول مشي مسول مشي
مسولیت نعمته سم حلالول دی



