جک سلیوان: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل پر ځای اقدام و

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۱ل)

د امریکا د ولسمشر جو بايډن د ملي امنیت سلاکار “جک سلیوان” په خپلو تازه څرګندونو کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو له پرېکړې دفاع کړې ده.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې له افغانستان وتل د دوی یوازینۍ پرېکړه وه او اړ وو چې دا پرېکړه یې عملي کړې وای.

د سلېوان په خبره دا سمه ده چې نړیوال په افغانستان کې د وضعیت په اړه اندېښنه لري، ستونزې شته دي خو له وتلو پرته بله هېڅ لاره دوی ته نه وه پاتې.

سلیوان ټینګار کړی، چې له افغانستانه د سرتېرو ایستل او په دې جګړه کې د ښکېلتیا ختمول پر ځای اقدام و.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، دوی هیله لري چې په افغانستان کې بشري حقونه تامین شي، نجونې او ښځینه ښوونځیو او کار ته د تګ حق پیدا کړي او له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته زمینه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button