د اوبو او انرژۍ وزارت: ‏د پنجشېر له سیند څخه کابل ته د څښاک پاکو اوبو رسولو پروژه به ډېر ژر پيل شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۱ل)

د اوبو او انرژۍ وزارت په پلان کې لري، چې له پنجشير څخه کابل ته د څښاک پاکو اوبو رسولو پروژه پيل کړي.

‏د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې له ‎پنجشیر څخه ‎کابل ته د اوبو لېږد پروژه به د درې میلیونه ډالرو په ارزښت ډېر ژر پیل او په پلي کېدو سره به یې کابل ښاریانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

‏نوموړي زیاته کړې، چې د انرژي او برېښنا تولید په برخه کې د پانګونې لپاره درې پلانونه چمتو شوي، چې په تاییدېدلو سره به یې هېواد کې د برېښنا تولید ستونزې تر ډېره حل شي.

کابل ته د پنجشېر د سيند اوبو د لېږد پلان شاوخوا ۱۲ کاله وړاندې د پخواني حکومت له خوا لغوه شو.

د معلوماتو له مخې، دا پلان د افغانستان د پخواني ولسمشر ‏سردار داوود خان د واکمنۍ پر مهال تيار شوی و، چې پنجشیر نه کابل ته پایپلاین له لارې څښاک اوبو لېږد پروژه پېل کړي.

ټاکل شوې وه چې هر کال د پنجشیر له سيند څخه سل میلیونه متر مکعب اوبه کابل ته انتقال کړل شي او د پلازمینې څه باندې ۲،۲ میلیونه وګړي به له دې اوبو ګټه واخلي.

په پلازمېنه کابل کې د اوبو کمښت یوه جدي ننګونه بلل کېږي.

د انرژۍ او اوبو وزارت وايي چې کابل ښار د اوبو د کمښت له بحران سره مخ دی او سږ کال د ځمکې لاندې اوبو کچه درې نیمو مترو ته راښکته شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button