کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې افغان پلاوي په تاشکند کې له امريکايي لوري سره د افغانستان په کنګل شوې شتمنۍ او نورو مسائلو خبرې کړي دي.
د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد په خپل رسمي ټويټر اکاونټ ليکلي، چې د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشري افغان پلاوي تاشکند کې له امریکايي لوري سره د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ، اقتصادي ثبات، بشري مرستو او یو شمیر نورو اقتصادي موضوعاتو په تړاو ناسته وکړه .
نوموړی زياتوي، په دې ناسته کې چې د افغانستان د مالیي وزیر ښاغلي بدري، مالیي وزارت معین د افغانستان بانک معین او تخنیکي استازې هم شامل وو.
د ضياء احمد په وينا، په دې ناسته کې د امریکا د خزانې وزارت له معین او تخنیکي ټیم سره ژور تخنیکي بحثونه ترسره کړل شول په خبره يې افغان پلاوي په ټینګار سره د افغانستان بانګ له کنګل شوي ریزرف څخه د معقولو دلایلو پر بنسټ دفاع او د خلاصون غوښتنه وکړه.


















