کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۱ل)
د امريکا متحده ايالاتو مخکينی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې اعتراف وکړ چې امريکا په افغانستان کې تسليم شوې ده.
ټرمپ د واکه تر ليرې کېدو وروسته په لومړي ځل واشنګټن ته تللی او هلته يې د خپلو پلويانو په غونډه کې دا ډول څرګندونې کړي دي.
ټرمپ په يوه ستره غونډه کې وويل، که دی په واک کې وی او سر اعلی قومندان وای هغه څه به په افغانستان او اوکراین کې نه وی رامنځته شوی چې د بایډن حکومت ترسره کړل.
ټرمپ په دې غونډه کې وويل، چې امریکا په افغانستان کې سلګونه وژل شوي پوځيان، د پنځه اتیا میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات او سلګونه امریکايي وګړي تر شا پرېښودل:«امریکا اوس هغه ملت دی چې په افغانستان کې تسلیم شوی دی.»
دغه راز ټرمپ ويلي، چې امريکا تر افغانستان وروسته په اوکراين کې هم تسليم شوه او روسيې ته يې پر اوکراين د بريد اجازه ورکړه چې له امله يې هلته زرګونه کسان ووژل شول.


















