د اوکرایین جګړه؛ زلېنسکي اوکراینیانو ته له دونېڅک ښار څخه د وتلو امر کړی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۱ل)
د اوکراین ولسمشر “ولادیمیر زلینسکي” د خپل هیواد ټولو اتباعو ته چې لا هم د اوکراین په ختیځ کې د ډونېڅک په سیمه کې ژوند کوي، امر کړی چې ژر تر ژره له دغه ښار څخه ووځي.
زلینسکي د خپل هېواد خلکو ته د ویډیويي پیغام له لارې خبرداری ورکړی چې په دې سیمه کې به د روسیې حملې ډیر ژر زور واخلي او جګړه به لاپسې پراخه شي.
نوموړي د “دونېڅک” ښار پر یوه زندان برید ته چې په نتیجه کې یې له پنځوسو زیات کسان ووژل شول د اشارې په ترڅ کې ویلي دي، چې روسیه باید د تروریزم د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه وپېژندل شي.
باید وویل شي چې د اوکراین ولسمشر داسې مهال اوکرایني اتباعو ته له دونېڅک ښار څخه د وتلو امر کوي، چې روسي ځواکونو د پرمختګ سره همهاله هوایي بریدونو ته هم زور ورکړی دی او په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې د پلازمینې کېیف په ګډون د یاد هیواد په ګڼو ښارونو هوایي او توغندیز بریدونه کړي دي.



