کابل ښاروالي: ‏د ۱۱۸۰ مترو په اوږدوالي د بګرامیو- نساجۍ سړک قیرچارې ترسره شوې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۱ل)

د کابل ښاروالۍ وايي، چې د بګرامیو نساجۍ سړک د یوې اصلي لیکې د قير چارې چې د ۱۱۸۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰،۵ مترو په پراخوالي مساحت لري د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري ترسره شوې.

د ښاروالۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د یاد سړک بنسټیزې چارې څو میاشتې وړاندې بشپړې شوې وې.

ښاروالي خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد سړک په یوه بله برخه کې به هم د ۲۷۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰،۵ مترو پراخوالي قیر چارې پیل شي.

یاد سړک د ۳ کیلو مترو په اوږدواليی او ۶۰ مترو پراخوالي په دوه اصلي لیکو کې د اوبو د لښتیو، ګلدانونو، پلو لارو، د روښنایی څراغونو او کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button