ماليې وزارت: د اکسوس چينایي کمپنۍ سره د قشقرې د نفت او ګازو قرارداد لاسلیک شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د ماليې وزارت وايي، چې د اکسوس په نوم له يوې چينایي کمپنۍ سره يې د نفت او ګازو دولتي شرکت د شراکت قرارداد لاسلیک کړ.

د ماليې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن دوشنبه د «زمري ۱۰ مه»

د نفت او ګازو د استخراج چینایي کمپنۍ (اکسوس) سره د مالیې وزارت اړوند د نفت او ګازو دولتي شرکت له لوري ۲۰٪ شراکت قرار داد لاسلیک شو.

ياد چينايي شرکت به د معدن وزارت سره د قشقرې د تيلو د استخراج قرارداد کوي چي بیا به د نفت او ګازو دولتي شرکت سره په ګډه استخراج کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button