اقتصاد وزارت د تېر يوه کال د اقتصادي پرمختګ فعاليتونه له رسنيو سره شريک کړل

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، چې ‏په وروستي یوه کال کې اقتصاد وزارت، ۱۰۷۹ پروژې د پلي کېدو لپاره بېلابېلو ادارو ته ورپېژندلي دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري نن رسنيو ته په خپله وينا کې وويل، چې بېړنۍ او بشردوستانه مرستې د افغانستان د خلکو اقتصادي ستونزې ‏په اساسي ډول نه شي حلولی.

په خبره يې په هېواد کې د موجودو اقتصادي ستونزو د بینادي حل لپاره ستراتېژیکې برنامه ریزۍ ته اړتیا ده.

يادې خبري ناستې ته ‏د اقتصاد وزارت مسوولينو وويل، چې اوسمهال د ۲۰۹۹ کورنیو او ۲۷۰ بهرنیو موسسو په ګډون، ۲۳۶۹ نادولتي موسسې له دغه وزارت سره ثبت دي زياته يې کړه په وروستي یوه کال کې ۳۰۹ نادولتي موسسو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې چې له دې لارې څخه، څه باندې لس میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته زیات شوي دي.

‏د مسؤلینو په وينا، دغه وزارت به په روان کال کې د اقتصادي پروژو د اولویت بندۍ، د تریاکو د بدیل کښت طرحې، خصوصي سکتور او پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو، د انساني توسعې شاخص او زېربنایي پروژو د بشپړولو برخه کې زیاتې هڅې وکړي.

‏د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وويل، په وروستي یوه کال کې اقتصاد وزارت د پیسو د ارزښت او د اموالو او خدماتو د بیو ثبات ساتلو، بېوزلۍ کمولو، بشردوستانه مرستو جلبولو، ملي بودجې ترتیب او له صنعتي او کرنیزو فعالیتونو نه د ملاتړ برخه کې زیاتې هڅې کړي او تر ډېره بریده بریالی هم دی.

‏د اقتصاد وزارت مسؤلین په وروستي یوه کال کې د ا.ا.ا د کابینې لخوا، دغه وزارت ته په ټولیز ډول ۴۰ لارښوونې شوي، چې له دې جملې څخه ۳۸ یې تطبیق او ۲ نورې یې تر کار لاندې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button