ایران: تمه لرو چې افغان حکومت به پر پوله د ناندریو کمولو لپاره هڅه وکړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۱ل)
د ایران اسلامي جمهوریت وایي تمه لري چې افغان حکومت به پر پوله د ناندریو د کمولو لپاره هڅې وکړي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې د افغان سرحدي ځواکونو او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پر پوله د تیرې ورځې نښتې ته غبرګون ښودلی او په خبره یې ددغه ډول پېښو تکرار دواړو لورو اړېکو ته زیان رسولی شي.
نوموړي له اسلامي امارت غوښتنه کړې ده چې پر پوله دې روزل شوي او د حدودو په اړه پوهول شوي کسان وګوماري څو په دې توګه ناندرۍ راکمې کړل شي.
باید وویل شي چې په هېواد د اسلامي امارت تر ولکې وروسته بیا بیا د افغان او ایراني ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي چې دواړو لوریو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.



