تایوان ته د پلوسي سفر؛ اسلامي امارت پارونکی اقدام بللی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند تایوان ته د امریکا د امریکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسي سفر یو پارونکی اقدام بللی دی.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند “عبدالقهار بلخي” په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د چین او امریکا اړیکې د سیمې پر امنیت، ثبات او سوکالۍ اغیز کوي او باید دواړه هیوادونه خپلې ستونزې له مناسبو لارو حل کړي ترڅو په سیمه او نړۍ کې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره زمینه برابره شي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې “اسلامي امارت” د واحد چین له تګلارې ملاتړ کوي او له ټولو هیوادونو څخه غواړي چې له داسې پرېکړو څخه ډډه وکړي چې د دولتونو د ملي حاکمیت څخه سرغړونه بلل کېږي او پاروونکو اقداماتو ته زمینه برابروي.
باید وویل شي، چې د امريکا د متحده ايالاتو د استازو د جرګې مشرې “نانسي پلوسي” وړمه ورځ تايوان ته ورسېده او د تايوان له ولسمشر او د پارلمان له غړو سره يې وکتل او خبرې اترې يې وکړې. د پلوسي د سفر په غبرګون کې، چين د تايوان د ټاپو په شاوخوا کې څلور ورځنی تمرين پيل کړ.



