کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر “ګلبدین حکمتیار” په کابل کې د القاعدې د نړیوال جهادي غورځنګ د مشر ډاکټر “ایمن الظواهري” وژل کېدو ته په شارې ویلي، چې امریکا یو ترهګر هیواد دی او د دوحې تړون ته هېڅ التزام او درناوی نه لري.
د حکمتیار په خبره چې امریکا لا هم په افغانستان کې فعال نظامي حضور لري او خپله جګړه یې پای ته نه ده رسولې.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې امریکایي ترهګرو تر اوسه د الظواهري د وژلو کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی. د هغه په وینا همدا بریدونه دي چې د القاعدې په ګډون وسله والې ډلې رامنځته کړې دي، دوی ورته د ترهګرو نوم کاروي؛ خو په اصل کې القاعده نه بلکې امریکایان ترهګر دي.
د افغانستان د اسلامي ګوند مشر وایي، چې د یوولسم سپټمبر په څېر پېښې د همدا ډول بریدونو له امله رامنځته شوچې دي. ده زیاته کړې، د الظواهري په وژلو سره نه القاعده له منځه ځي، نه امریکا خپلو موخو ته رسيږي لکه څنګه چې د اسامه په وژلو یې خپلې موخې ترلاسه کړې.


















