په اسرائیلو د حماس بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې اسرائیلي نیواکګرو په دریمه ورځ هم پر غزې تړانګې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام” یې هم په غبرګون کې د یهودي پلازمینې تل أبیب په ګډون په ګڼو اسرائیلي ښارونو سلګونه توغندي ویشتلي، چې د اسرائیلي رسنیو د خبر له مخې یو شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اسرائیلي پوځ ویاند رسنیو ته ویلي، چې د حماس ډیری توغندي د دوی د دفاعي سیستم لخوا له منځه وړل شوي؛ خو یو شمېر یې د دوی سیمو کې لګیدلي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
که څه هم اسرائیلو خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده ښودلی؛ خو یوې اسرائیلي رسنۍ ویلي، چې د حماس په بریدونو کې ۱۶ اسرائیلي وګړي وژل شوي او تر ۳۰ پورې نور ټپیان دي.
په ورته مهال فلسطیني سرچینې وایي، چې په غزې تړانګې د اسرائیلي اشغالګرو په هوایي او توغندویي بریدونو کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۳۲ فلسطنیان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.



