هرات کې د پاورلېفټېنګ سيالۍ؛ ٩ تنه په ملي سياليو کې د لوبېدو په موخه انتخاب شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، په هرات کې د پاورلېفټېنګ سياليو ترسره کېدو وروسته ٩ تنه په ملي سياليو کې د لوبېدو په موخه انتخاب شول.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رياست وايي، چې د دغه سياليو ١٧ پړاو د ميرويس صادق په جمنازيوم کې ترسره شوې.

د ياد رياست په خبرپاڼه کې راغلي، کې په دغو سياليو کې د ١٠ ورزشي کلپونو نه ٥٠ تنو ورزشکارانو ګډون کړی و چې د يوې ورځې لپاره وې.

د دې سياليو په پاى کې ٩ تنه په ملي سياليو کې د لوبېدو په موخه انتخاب شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button