کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې روسیې د اوکراین پر ختیځو سیمو تازه هوایي او توغندیز بریدونه پيل کړي دي.
اوکرایني رسنۍ وایي، چې د رسنیو د روسیې په تازه اقدام کې د اوکراین په دونتسک او نورو شمالي ښارونو کې تازه او خونړي بریدونه پيل کړي دي او هڅه کوي تر برید لاندې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي.
دونستک ښار شپېته سلنه لا له وړاندې د روسي ځواکونو تر ولکې لاندې راغلی دي خو؛ اوکرایني ځواکونو پر وړاندې د مقاومت روحیه بایللې ده او د پام وړ مقاومت یې پر وړاندې نه لیدل کېږي.
د یادونې وړ ده چې روسي ځواکونو لا له وړاندې د اوکراین ختیځې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي یوازې د دونستک ښار ځینې سیمې د اوکرایني ځواکونو تر کنترول لاندې دي.


















