چهارشنبه, اپریل 29, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

تایوان ته د نانسي پلوسي په سفر چین ولې ببر دی؟ نوي سړه جګړه؛ پرمختګونه

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اگست 7, 2022
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
25
ځلې شریک شوی
311
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عبدالحی قانت

(د امریکا ریالست مفکر جان میرشایمر څخه په یو بحث کې پوښتنه وشوه چې د امریکا او چین تر منځ به د جګړې میدان چېرته وي! ده وویل؛ زما په ګمان شرقي آسیا (جاپان، سوېل کوریا) او یا هم هندي آرام سمندرګی (له تایوانه تر سنګاپوره). )

دا هم ولولئ

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

هغه ورځ د امریکا د کانګرس مشره نانسي پلوسي تایوان ته ولاړه چې له امله یې د امریکا او چین اړیکې ډېر حساس حالت ته داخلې شوې دي. ډپلوماسۍ کې د سیاسي اشخاصو سفرونه یا د سمبولېزم او یا هم د توافقاتو، اړیکو پراخوالو او همکاریو په باب وي. د ناسني پلوسي دغه سفر سوچه یو سمبولیک سفر ؤ.

دا چې امریکا کې مېډ ټرم انتخابات راروان دي، بایډن او پلوسي باید داسې څه وړاندې کړي چې داخلي ملاتړ تر لاسه کړي. بایډن د الظواهري پلان شوې ډرامه وکړه او پلوسي تایوان ته سفر وکړ. دا چې د دې سفر به په نړیوال نظم څه تأثیر وي دلته پرې بحث کوو.

چین تایوان د خپل هیواد نه بېلېدونکې برخه شمېري او واقعیت هم همدا دی چې له ۱۹مې پیړۍ تر شلمې پيړۍ له شا او خوا سلو کلونو غیر تایوان د چین برخه پاته شوې ده. دغه سل کاله موده چې چین یې د “شرم پيړۍ” بولي تایوان وخت نا وخت بریتانویانو، جاپانیانو او نورو منځ کې لاس په لاس شوی خو بلآخره په ۱۹۴۹م کې چې کله چین کې د امریکا د ملګرو حکومت د ماؤ زی دنګ په لاس رنګ شو،‌ د دغې حکومت مشران تایوان ته وتښتېدل او هلته یې د چین د جمهوریت په نوم د چین بل موازي حکومت جوړ کړ.

تایوان کې د امریکا د ملګرو دغه حکومت چې ماؤ او د چین خلکو شکست ورکړی ؤ او له چینه تښتېدلی ؤ، تقریبا ۳۰ کاله امریکا او ملګرو ملتونو په رسمیت پېژنده.

په ملګرو ملتونو کې د چین په چوکۍ هم د تایوان د حکومت استازی کیناسته.‌ امریکایانو چینایانو ته ډېر وویل چې که دوی د دوی د خوښې حکومت جوړ نه کړي د چین کمونستي حکومت به هېڅکله په رسمیت ونه پېژندل شي. چینایانو دغه شی نه مانه. هغوی پوهېدل چې د امریکایانو په مقابله کې تنازل د یوې بلې معضلې پیل دی.

چینایان په خپل تاریخ کې په اوږد مهالي او ستراتیژیک فکر مشهور دي. دوی د انتظار تګلاره خپله کړه. امریکایانو سره دغې تګلارې کار ورکړ.

کله چې سړه جګړه کې امریکایان مجبور شول چې د چین او شوروي تر منځ یوه سره دغره ووهي ځکه دواړو سره ورته ممکن نه ؤ، دوی په ۱۹۷۹م کې د چین کمونستي حکومت په رسمیت وپیژنده.

هماغه وخت امریکا تایوان کې خپل ملګري حکومت ته شا کړه او د هغوی رسمیت یې د چین کمونستي حکومت ته ورکړ.‌ د امریکا تاریخ په سیاسي ملګری کې له دغسې بې غیرتیو ډک دی.

شوروي په ۱۹۹۱م کې مات شو، امریکا د نړۍ ابر قدرت شو، جګړې یې پیل کړې، فرعونیت کې بنده شوه، چین نړۍ سره تعاملات پیل کړل؛ اقتصاد یې وغوړېد، نظام یې ټینګ شو او دا دی ۳۰ کاله وروسته هماغې امریکا ته درد سر شو.‌

اوس امریکا غواړي چې بېرته تیاوان د هماغې چین په وړاندې منحیث کارت استفاده کړي چې دوی یې د سیاسي ملحوظاتو په خاطر رسمیت کمونستي چین ته ورکړی ؤ.

چینایانو چې کله امریکا سره رسمي تعاملات پیل کول، له دوی یې په درې مختلفو اعلامیو کې چې دوی ورته THE THREE U.S.-CHINA COMMUNIQUES AND THE TAIWAN RELATIONS ACT

وايي، د دې ژمنه اخستې وه چې تایوان د چین برخه ده او امریکا به هېڅکله بیا تایوان سره رسمي تعامل نه کوي او نه به هم تایوان ته نظامي بسپنه ورکوي.‌

دا مالومه ده چې امریکا کله هم په نړیوال سیاست کې خپلې ژمنې نه دي پر ځای کړي او له همدې امله دا دی دوی اوس بیا تایوان د چین پر وړاندې منحیث کارت استفاده کوي.‌

چینایانو تر اوسه د پلوسي د دغې سفر په عکس العمل کې امریکا سره په دفاعي، د مجرمانو په بدلون، اقلیمي خبرو او نورو برخو کې همکاري ودرولې. همدا راز چین له شپږو اړخونو د تایوان د ټاپو شا او خوا نظامي تمرینات پیل کړي. دوی په تایوان ټاپو هوایي او سمندري لارې هم بندې کړي. چین غواړي د تایوان سیاسي مشرتابې ته وښايي چې امریکایانو سره به ورته دغه انډیوالي ډېره ګرانه پرېوزي.

چین ښايي دغه عکس العملونه ولري خو دوی دا مهال د جګړې تیاری نه لري. چین په خپلې محاسبه کې تر اوسه امریکا سره مستقیم ټکر لپاره څه نورې مودې ته هم اړتیا لري. دوی غواړي لومړی امریکا په اقتصادي لحاظ لاندې کړي بیا ښايي د دې چاره ډېره آسانه وي چې په نظامي لحاظ دوی ته سر کېږدي.

اوس مهال د چین او امریکا په اقتصادي پېشرفت کې یواځې ۳ ټرېلیونه ډالر قرف دی، د چین پېشرفت له امریکا تېز دی، ممکن څو کلونو کې امریکا د نړۍ دویم اقتصاد شي. همداراز دا مهال د نړۍ ټول هیوادونه له امریکا څخه زیات تجارت له چین سره لري‌. دا هم نړۍ سره د چین د نښلون یوه بل لوی ثبوت دی چې امریکا ته درد سر جوړوي.

د تایوان قضیې سره نړیوال نظم بلې نوې مرحلې ته ننوځي.‌ دا چې دا مهال امریکا د نړۍ مخ په زوال قدرت دی، فکر دا کېده چې ښايي د همکاریو داسې لارې چارې ولټول شي چې چین او امریکا سره ټکر ونه کړي او په یو بلانس کې سره اوسیږي خو ښکاري داسې چې دا ممکن نه وي.

امریکایان د خپل لنډ تاریخ په ضعیف حالت کې قرار لري. یواکراین کې دوی جګړه بایللې، اسلامي نړۍ کې چې له دوی کوم نفرت دی ښايي د نړۍ په یو کنج کې نه اوسي، چین پوهېږي چې امریکا سره هر څه کیدلای شي خو د دوستي باور پرې نا ممکن دی.

دا مهال نړیوال نظم د یو قوي بدلون په حالت کې دی. دغه بدلون هم ننګونې لري او هم فرصتونه رامنځ ته کوي. عاقل حکومتونه له دغو فرصتونو استفاده کوي‌ او له ننګونو څخه لار چپوي.

مخکینې مطلب

د اوکرایین جګړه؛ روسیې په دونستک خونړي بریدونه کړي

بل مطلب

دفکرونو په تنویر کې ليکوالانو ته پوره اړتيا

ځانګړي مطالب

خبرونه

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026

وروستي

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ټرمپ له ایران سره د اوږدمهاله محاصرې لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي او کابلوف د افغانستان او روسیې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کورنيو چارو وزير په کابل کې د ایران له سفیر سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com