د اسلامي امارت زعیم کابل ښار کې پر سوال ټولولو د بندیز لګولو امر کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت زعیم شیخ “هبة الله اخندزاده” ته په یوه منسوب شوي امر کې ویل شوي، چې په کابل ښار کې به ژر د سوالګرو پر را ټولولو او د هغوی د ستونزو پر حل کولو کار پیل شي.
باختر خبرې اژانس خبر ورکړی، چې کسبي خلک به بایومیټرک کېږي او له سرپرستانو به یې د سوال نه کولو ژمنه اخیستل کېږي.
د سرچینې په وینا، واقعي مسکینانو ته به د معاش زمینه او ماشومانو ته به یې د تعلیم زمینه برابریږي. دا لا معلومه نه ده، چې څومره سوالګر به د اسلامي امارت له لوري او په کومو شرايطو د مرستې مستحق وګڼل شي.
د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو شمېرې ښیي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ میلیونه خلک فقر ځپلي او له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.



