اوکراین: پر یوې اټومي بټۍ د روسیې هوایي برید کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې د اوکراین پر یوې اټومي بټۍ د روسیې په هوایي برید کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د اوکراین یو امنیتي چاراکي “والیټین ریزنچینکو” په خپله ټلیګرام پاڼه لیکلي چې د روسیې د هوایي بریدونو له امله ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي چې د پنځو روغتیایي وضعیت خراب ښودل شوی دی.

په ورته مهال د اوکراین د ژاپورژیا سیمې پر یو کلي د روسیې په توغندي بریدونو کې یوه میرمن وژل شوې او یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.

د جي اوه هیوادونو وزیرانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اوکراین پر اټومي بټۍ د روسیې وروستی برید ترهګري بللې او زیاته کړې یې ده چې روسیه هڅه کوي ټول اوکراینیان و وژني ځکه په اټومي بټیو بریدونه د ټول وژنې لامل کیدلی شي.

باید وویل شي چې روسیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تیره ورځ د یاد هیواد دفاع وزارت ویلي و چې د اوکراین د پلازمینې کېیف په ګډون یې د دغه هیواد په ګڼو ښارونو هوایي بریدونه کړي او یو شمېر مهم پوځي اهداف یې له منځه وړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button