نظام ته دخدمت په نيت ورشئ!

حسان مجاهد

درسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې چې داسلامي نظام بنسټ کيښودل شو، له هغه وخته تر ننه اسلامي نظام کله دامارت او کله د خلافت په نامه را روان دی، کله مسلمانان ترې محرومه او کله يې لاسته راوړي. په افغانستان کې اوسنی حاکم اسلامي نظام هم د محمدي دور اسلامي نظام سپېڅلې مورثه او نمونه ده، دا نظام دالله تعالی يو ستر نعمت ده او دغه نعمت دډيرو قربانیو په بدل کې رامنځته شو، تر اوسه دنظام حاکميت مهم و او اوس دنظام ساتنه مهمه ده، د حاکميت لپاره يې چې کوم مسؤلیتونه مسلمانانو ته ور له غاړې و، په ښه توګه يې ترسره کړو، اوس په کار ده چې دنظام د ساتنې اصول او مقررات په ښه توګه عملي شي.

نړيوال دخپلو نظامونو برپاکولوته له دين نه متجاوز دي، خو موږ بايد دنظام د مصلحت او بقا انعکاس له خپل دين څخه وکړو؛ ځکه زموږ دين (اسلام) دنظام دساتنې لپاره غوره تګلارې وړاندې کړې دي.

يوه ډيره مهمه تګلاره چې نظام ته د تګ پر مهال لومړی بايد په پام کې ونيوله شي، هغه نظام ته د «خدمت» په نيت تګ دی، هغه کسان چې د الله تعالی په لاره کې يې ستونزې، زخمونه او اسارتونه ګاللي دي، په نسبت نويو ګمارل شويو ته؛ دوي ته نظام ډير اهم دی، خو نويو ګمارل شويو کسانوته(چې دنظام له راتګ سره سم په حکومت کې دننه شو) په کار ده، چې نظام ته له ورتګ نه لومړی هدف دنظام مصلحت او خدمت وټاکي، دنظام فعال کس بايد دانيت ولري، چې مخکې جهاد دنظام دحاکميت په موخه کيده، او س به دنظام دساتني لپاره کار کوم، اسلامي خاوره او د اسلامي نظام ساحه به له يرغلونو او دنظام په وړاندې له ګواښونو څخه (چې په هره بڼه او هر ډګر کې وي) ساتم، چې دې کار ته «رباط» ويل کيږي . درسول الله صلی الله عليه وسلم قول ده: « په رباط کې يوه شپه تېرول تر دنيا او ما فيها غوره ده»البخاري (2678) ابو هريره رضی الله عنه وايي: ماته په رباط کې يوه شپه تېرول؛ دحجر اسود په څنګ کې(چې بهتره ځای ده) د قدر دشپې تر عبادت (چې بهتره شپه ده)ډير ارزښت لري. په نظام کې فعال کس بايد په دې نيت دنده ترسره کړې، چې بندګان داحکامو په اجراء کولو کې د الله تعالی خلفاء دي، او دا کار هله کيږي، چې بندګان داسلامي نظام واګې په لاس کې ولري. داډول نيت ځکه اړين ده، چې دغه نظام دتلليو سپيڅلو شهيدانو ميراث ده او له میراث څه دبقا تمه هغه وخت کيدای شي، چې وارث يې دمورث له نظر سره مطابق وپالې، په هيواد کې ديو سوچه اسلامي نظام قيام؛ په رأس کې دامارت دمؤسس مرحوم ملاصاحب بیا ورپسې دهر شهید ستر ارمان و، هر استشهادي مجاهد به عملياتو ته دروانګي پر مهال په وصيت کې داخبره کوله « په اورونو کې دځان سوځولو او په ځان دباردو تړلو نه مې هدف په هيواد کې د سوچه اسلامي نظام قيام ده…! » ځکه نو باید دهغوي ددې ارمان داحياء لپاره په حکومت کې له دندې لومړی هدف نظام ته خدمت وي، دداسې نيت لرونکی هرحکومتي غړی به دالله تعالی په نزد ديو مزدور او شخصي ګټو ته ژمن په نامه نه، بلکې ديو مجاهد او اسلامي خاورې نه مدافع په نامه ثبت وي(ان شاء الله تعالی) او خدای مکړه که يې لومړی هدف شهرت، منصب او دپيسو ترلاسه کول وي بیا ددې شيانو د حصول لپاره دنظام مصلحت او بقا غير مقصودي او له پامه غورځول کيږي، او نورو شيانو ته په نظام ترجيح ورکول؛ نظام دزوال په لوري بيايې، الله تعالی دي نه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button